واشنګټن :ټرمپ د ایران د اقتصاد د خرابېدو ادعا کړې؛ د خارک ټاپو په اړه یې بیا خبرداری ورکړی
بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن — د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروټ سوشل» کې د ایران د اقتصادي وضعیت په اړه یو شمېر تازه څرګندونې کړې او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد اقتصاد له جدي بحران سره مخ دی
ټرمپ په خپلو خپرو شویو پیغامونو کې ویلي چې د ایران د تېلو صادرات په چټکۍ سره کمېږي او د دغه هېواد ملي پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. هغه ایران «ماتېدونکی هېواد» بللی او د تهران پر اقتصادي وضعیت یې د فشارونو د زیاتېدو ادعا کړې ده
د ټرمپ په یوه بل پیغام کې د ایران د خارک ټاپو په اړه هم یو انځور خپور شوی چې پکې د یوه امریکايي جنګي الوتکې د الوتنې او د ټاپو د برید صحنه ښودل کېږي او پرې «خدای پامان خارک» لیکل شوي دي
راپورونه وايي، دا انځور او ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي او د خارک ټاپو د تازه برید حقیقي انځورونه نه دي. د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وینس هم ویلي چې د ټرمپ دغه خپرونه پر ایران د پوځي عملیاتو رسمي اعلان نه و، بلکې تهران ته د پیغام رسولو موخه یې لرله
خارک ټاپو د ایران د نفتو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی او د جګړې له پیل مخکې د ایران د نفتو شاوخوا ۹۰ سلنه صادرات له دغه مرکز سره تړاو درلود. له همدې امله د خارک پر زیربناوو هر ډول پراخ برید کولی شي د ایران پر اقتصاد او د نړیوالو انرژۍ بازارونو د پام وړ اغېز ولري
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو نښتو له زیاتېدو سره د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي. د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو سمندري نښتو د تېلو پر نړیوال بازار فشار زیات کړی او د برېنټ تېلو بیه نږدې ۹۷ ډالرو ته لوړه شوې ده
د ایران اقتصادي وضعیت هم د امریکا د بندیزونو، د تېلو د صادراتو د محدودېدو او د جګړې له امله له سخت فشار سره مخ دی؛ خو د ایران چارواکي وايي چې د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې نوي اقدامات پیل کړي دي
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي او اقتصادي فشارونه یو ځل بیا زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د لا پراخېدو وېره موجوده ده. د خارک ټاپو او هرمز تنګي وضعیت په ځانګړي ډول د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?