news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو او نجونو ټول محدودیتونه دې لرې شي

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو او نجونو ټول محدودیتونه دې لرې شي

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو او نجونو ټول محدودیتونه دې لرې شي

 بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا له افغانستان د اوسنیو واکمنانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته دې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او بشري چارو کې د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون زمینه برابره کړي

ملګرو ملتونو ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه نه یوازې د هغوی پر بنسټیزو حقونو اغېز کوي، بلکې د بشري مرستو د رسولو بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستیو بحثونو کې هم د ښځینه افغان کارکوونکو پر وړاندې د محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه شوې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې افغان ښځې باید وکولای شي په آزاده توګه خپلو کاري ځایونو ته ولاړې شي او له زیان‌منو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، سره د مرستو او اړینو خدمتونو په رسولو کې ونډه واخلي

د ملګرو ملتونو په وینا، ښځینه بشري کارکوونکې د دې لپاره ځانګړی اهمیت لري چې په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې د ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو له امله له نارینه کارکوونکو سره په اسانۍ اړیکه نه شي نیولی. له همدې امله د ښځینه کارکوونکو حضور د روغتیا، خوړو او نورو بشري مرستو د اغېزمن رسولو لپاره مهم بلل کېږي

ملګرو ملتونو همداراز له اسلامي امارت غوښتي چې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د افغان ښځینه کارکوونکو خوندي، آزاد او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي. د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د ښځینه کارکوونکو له کاري ځایونو څخه منع کول د بشري مرستو د رسولو وړتیا کمزورې کوي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لړۍ د زده‌کړو، کار، عامه ژوند او بشري مرستو په ګډون بېلابېلې برخې اغېزمنې کړې دي. دغه سازمان له وړاندې هم ویلي چې د ښځو د کار محدودول د هغوی او نجونو لپاره د روغتیا، زده‌کړو او نورو مهمو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه زیاتوي

د سپټمبر اوومه هغه ورځ هم ده چې یو کال مخکې افغان ښځینه کارکوونکې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو له ودانیو څخه منع شوې وې. ملګرو ملتونو ویلي چې د دغو محدودیتونو دوام د افغانستان د بشري ناورین پر مهال د مرستو د رسولو لپاره جدي ستونزه ده

د ملګرو ملتونو په وروستي کلني راپور کې هم ویل شوي چې دغه سازمان په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونو افغانانو ته روغتیايي، تعلیمي، اقتصادي او بشري خدمتونه رسولي دي، خو د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د بشري مرستو د بشپړ او عادلانه رسېدو وړتیا اغېزمنوي

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو ګډون اړین دی او د هغوی له ګډون پرته د یوه ټول‌شموله، باثباته او دایمي سولې رامنځته کول له جدي ننګونو سره مخ کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto