news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قطر: افغانستان لا هم له پېچلي بشري ناورین سره مخ دی

قطر: افغانستان لا هم له پېچلي بشري ناورین سره مخ دی

قطر: افغانستان لا هم له پېچلي بشري ناورین سره مخ دی

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 قطر یو ځل بیا د افغانستان په تړاو د منځګړیتوب، د خبرو اترو د کوربه‌توب او د نړیوالې اجماع او همغږۍ لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې پر خپل فعال دریځ ټینګار کړی دی

د ملګرو ملتونو په ژنیو دفتر کې د قطر دایمي ماموریت دویم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د متقابل بحث پر مهال کړې دي

بهزاد ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲ میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې بشري وضعیت د ګڼو عواملو له امله لا پسې خراب شوی دی. هغه د ناامنۍ، اقتصادي کمزورۍ، اقلیمي بدلونونو، د خلکو بې‌ځایه کېدو، د بودجې او بشري مرستو د کمښت، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د بندیزونو د دوام ترڅنګ د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل هم د دغه ناورین له مهمو لاملونو څخه بللي دي

د قطر استازي ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې ترمنځ دوامداره همغږي او د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل لپاره هڅې هم اړینې دي

قطر په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالو او افغان لورو ترمنځ د خبرو اترو د کوربه هېواد په توګه مهم رول ترسره کړی دی. دغه هېواد په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو د خبرو کوربه و چې په پایله کې یې د دوحې تړون لاسلیک شو.

دوحې وروسته هم د افغانستان په اړه د نړیوالو ناستو او سیاسي بحثونو د کوربه‌توب لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. د قطر چارواکي وايي، د افغانستان د راتلونکي لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو لورو ترمنځ دوامداره خبرې او همغږي مهمه ده

د بشري حقونو په برخه کې هم د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر افغان چارواکو د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب، زده‌کړو او کار ته د هغوی د لاسرسي او په ټولنیز ژوند کې د ګډون د زمینه برابرولو غوښتنه کړې ده

قطر وايي، د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ، بشري مرستې او د سیاسي خبرو له لارې د ستونزو د حل هڅې باید هممهاله روانې وساتل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto