ایران امریکا ته خبرداری: د هرمز تنګي د تړلو لپاره چمتووالی نیسو
بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران — د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي امریکا ته خبرداری ورکړی چې تهران د واشنګټن د اقتصادي فشارونو او بندیزونو په غبرګون کې د هرمز تنګي د تړلو په ګډون د پراخو اقداماتو لپاره چمتووالی نیسي
رضايي په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، د ایران وروستی توغندیز برید واشنګټن ته یو «روښانه خبرداری» و او تهران به د اقتصادي فشارونو پر وړاندې بېځوابه پاتې نه شي
نوموړي زیاته کړې چې د ایران له نظره د امریکا د «اقتصادي جګړې» ځواب به یوازې په اقتصادي اقداماتو محدود نه وي، بلکې د فارس خلیج په اوږدو کې د سمندري ممنوعې سیمې د رامنځته کولو او د کلابندۍ تر کچې د اقداماتو امکان هم شته
رضايي همداراز ادعا کړې چې د امریکايي جنګي بېړیو او پوځي اډو پر وړاندې د ایران عملیاتي وضعیت په «بنسټیز ډول» بدل شوی او تهران د امریکا د پوځي حضور په اړه خپل دریځ سخت کړی دی
د ایران د چارواکي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي او اقتصادي ترینګلتیاوې لوړې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له پراخېدو سره د هرمز تنګي امنیت د نړیوالې ټولنې د اندېښنې له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلی دی
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ لپاره له ستراتیژیکو سمندري مسیرونو څخه دی. هره جدي ستونزه یا اوږدمهاله بندښت په دغه مسیر کې د تېلو او ګازو پر نړیوالو اکمالاتو اغېز کولی شي او د انرژۍ د بیو د لوړېدو لامل شي
د ایران د چارواکو له خوا د تنګي د تړلو یا د سمندري تګ راتګ د محدودولو ګواښونه تر دې وړاندې هم مطرح شوي، خو د داسې اقدام عملي کېدل د سیمې او نړیوال اقتصاد لپاره پراخې پایلې لرلای شي
په همدې حال کې، د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمې پوځي نښتې د پراخېدو وېره هم زیاته شوې ده. د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د شخړې د پراخېدو مخه ونیول شي، ځکه چې د فارس خلیج ناامني کولی شي د سوداګریزو بېړیو، د تېلو د لېږد او د نړیوالو بازارونو پر ثبات مستقیم اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?