news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

دښځو حقوق: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې د خوندیتوب احساس وکړي

دښځو حقوق: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې د خوندیتوب احساس وکړي

دښځو حقوق: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې د خوندیتوب احساس وکړي

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې د خوندیتوب، درناوي او برابرۍ احساس وکړي او له هر ډول تاوتریخوالي څخه خوندي وي

دغه سازمان پر حکومتونو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي او اغېزمن اقدامات وکړي او په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي. ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم په بېلابېلو ټولنو کې یوه جدي ستونزه ده او د مخنیوي لپاره یې قانوني، ټولنیز او اقتصادي اقدامات اړین دي

په افغانستان کې بیا ښځې او نجونې د طالبانو د حکومت له لوري له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. ملګرو ملتونو ویلي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د زده‌کړو، کار، عامه ژوند او په ټولنه کې د بشپړ ګډون پر وړاندې جدي خنډونه دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سپټمبر پر شپږمه هم د افغانستان د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې ټول هغه محدودیتونه لغوه کړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلي دي

نوموړي په ځانګړي ډول د افغان ښځینه کارکوونکو لپاره د ملګرو ملتونو دفترونو ته د خوندي او بې خنډه لاسرسي او د هغوی د کار کولو د حق د بېرته تأمین غوښتنه کړې ده

ملګري ملتونه وايي، د ښځو او نجونو بشپړ، برابر او معنا لرونکی ګډون د افغانستان د ثبات، اقتصادي پرمختګ او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره هم مهم دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto