news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

آمو سیند : طالبانو د امو سیند د تېلو له چینايي شرکت سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړ

آمو سیند : طالبانو د امو سیند د تېلو له چینايي شرکت سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړ

آمو سیند : طالبانو د امو سیند د تېلو له چینايي شرکت سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړ

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د طالبانو حکومت د امو سیند د تېلو د استخراج له چینايي شرکت «اف‌چین» سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړی دی

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د تړون د لغوه کېدو اصلي لامل د شرکت له لوري د قراردادي ژمنو تکراري نه پوره کول او د ټاکل شوې پانګونې نه ترسره کول دي

د وزارت چارواکي وايي، د تړون له مخې شرکت مکلف و چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالر او په لومړیو درېیو کلونو کې ټولټال ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي، خو د وزارت په وینا، شرکت خپلې ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې، د قرارداد د څېړلو لپاره ګډه کمېټه جوړه شوې وه. د دې کمېټې له ارزونې وروسته ویل شوي چې شرکت د څاه‌ګانو د کیندنې او اکتشاف، مالي تضمینونو، د افغانانو د ګمارنې او ځینو ټولنیزو او چاپېریالي مسوولیتونو په برخه کې هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړې

د امو سیند د تېلو حوزه د افغانستان د شمال په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې موقعیت لري او د هېواد له مهمو تېل‌لرونکو سیمو څخه ګڼل کېږي

له تړون د لغوه کېدو وروسته په دې حوزه کې د تېلو استخراج هم درول شوی او تر اوسه د نوي شرکت له ټاکل کېدو سره د نوي تړون خبره نه ده شوې

د دې تړون د لغوه کېدو موضوع په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د استخراج او د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پانګونې راجلبولو هڅې روانې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto