انقره : ترکیه کې د نیول شویو افغان کډوالو شمېر له ۲۵ زرو واوښت
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
انقره — د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۲۵ زره او ۳۱۴ افغان کډوال نیول شوي دي
د راپور له مخې، په دې موده کې نږدې ۹۵ زره بېاسناده بهرني کډوال د ترکیې د پولیسو او کډوالۍ ادارو له لوري نیول شوي چې افغانان پکې د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله تر ټولو لویه ډله جوړوي
د کډوالۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، وروسته له افغانانو، د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن وګړي د نیول شویو کسانو په نوملړ کې راځي
ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې خپل اقدامات سخت کړي او په بېلابېلو ښارونو، سرحدي سیمو او د کډوالو د تګ راتګ پر مهمو لارو یې د پېژندنې او نیولو عملیات زیات کړي دي
راپورونه وايي، د نیول شویو کسانو ډېری یې د معتبرې استوګنې اجازې یا قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي. د ترکیې چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې له نیول شویو افغانانو څخه څومره کسان بېرته افغانستان ته شړل شوي، څومره لا هم په توقیف کې دي او د څومره نورو د کډوالۍ دوسیې تر څېړنې لاندې دي
د ترکیې د کډوالۍ ادارې اړوند معلومات ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د انسان قاچاق او د ناقانونه کډوالۍ له شبکو سره د تړاو په تور هم زرګونه کسان نیول شوي دي
ملګري ملتونه مخکې ویلي وو چې یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو ډېر افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه یا شړل شوي دي
د کډوالۍ د زیات فشار له امله ترکیه لا هم د افغانستان او نورو اسیایي هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپا پر لور د تګ له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي، خو د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د حکومت د سختو اقداماتو له امله په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او بېرته ستنولو بهیر هم چټک شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?