سیمهییزې سرچینې وایي، چې د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې غلو پر یوه دوکان برید کړی، یو ځوان یې په چاقو وژلی او شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ یې له ځان سره وړي دي.
بریانیوز - چهارشنبه، ١٨ سنبله ١٤٠٥
سرچینې وایي، دغه پېښه تېره شپه، سهشنبه د سنبلې ۱۷مه، د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، وژل شوی ځوان عرفان نومېده او اصلاً د هلمند ولایت اوسېدونکی و. هغه په یاد دوکان کې د منشي په توګه دنده ترسره کوله او د شپې به یې هم په خپل کاري ځای کې تېروله.
سرچینې زیاتوي، چې وسلهوالو غلو د شپې پر مهال دوکان ته ننوتلي او عرفان یې د چاقو په وسیله وژلی دی.
تر اوسه د فراه ولایت سیمهییزو طالب چارواکو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
په روان لمریز کال کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د غلاوو پر مهال د خلکو د وژل کېدو ګڼې پېښې راپور شوې دي. په ځینو مواردو کې وسلهوالو غلو د ورځې په مهال پر دوکانونو بریدونه کړي، دوکانداران یې وژلي او شتمنۍ یې له ځان سره وړې دي.
دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې طالبان ادعا کوي، افغانستان ته یې له بیا واکمنېدو وروسته سراسري امنیت ټینګ کړی دی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1797
-
اخبار افغانستان
949
-
مقاله
736
-
سیاست
327
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl