news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ناروې د کډوالو شورا: له پاکستانه راستنېدونکي افغانان تش لاس هېواد ته ستنېږي

د ناروې د کډوالو شورا: له پاکستانه راستنېدونکي افغانان تش لاس هېواد ته ستنېږي

د ناروې د کډوالو شورا: له پاکستانه راستنېدونکي افغانان تش لاس هېواد ته ستنېږي

 بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلنډ وايي، له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکو ګڼو افغان کورنیو نږدې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړې او په ډېرې کمې پانګې یا بېخي تش لاس خپل هېواد ته ستنېږي

ایګلنډ چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال یې له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو سره لیدلي، ویلي چې ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د سرپناه، خوړو او د عاید د سرچینو جدي اړتیا لري

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان لا له وړاندې له پراخ بشري ناورین سره مخ دی، خو له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو د هېواد پر کمزورو ټولنیزو او اقتصادي سرچینو لا زیات فشار راوستی دی

د یادې شورا د تازه معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه اداره وايي، شاوخوا ۷۳ سلنه راستنېدونکي افغانان بې‌کاره دي، چې د دوی د بیا مېشتېدو او د ځان بساینې بهیر یې لا ستونزمن کړی دی

ایګلنډ همداراز د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ناروې د کډوالو شورا وايي، د مرستو د کمښت له امله مرستندویه ادارې اړې شوې چې د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو په ګډون د خپلو پروګرامونو کچه راکمه کړي

د نوموړي په وینا، د راستنېدونکو کورنیو لپاره یوازې لنډمهاله بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې د هغوی د سرپناه، کار، عاید او دایمي بیا مېشتېدو لپاره اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا ده

د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بشري اړتیاوو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي، څو راستنېدونکي او نور زیان‌من افغانان وکولای شي له بې‌وزلۍ او بې‌سرپناهۍ څخه د وتلو زمینه ومومي. د شورا د تازه ارزونې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د بشري مرستو د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۳۰ سلنه تمویل شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto