سېف دې چلډرن سازمان : د مرستو د کمېدو له امله افغانستان کې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان «سېف دې چلډرن» وايي، په افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د سخت کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې له امله یې شاوخوا څلور میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ شوي دي
د دغه سازمان په وینا، د اغېزمنو کسانو نږدې نیمایي ماشومان دي. د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل په داسې وخت کې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه هم مخ پر زیاتېدو ده
سېف دې چلډرن وايي، په ۲۰۲۶ کال کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او د هېواد په دوو برخو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د تېر کال د همدې مودې په پرتله خراب شوی دی
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې نږدې ۷۰ سلنه کمې شوې دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۳.۲۷ میلیارده ډالر مرستې برابرې شوې وې، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده
په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه یوازې شاوخوا ۴۳۸ میلیونه ډالر بشري مرستې ترلاسه شوې دي، چې د اړتیاوو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
سېف دې چلډرن وايي، له لنډمهاله مرستو سره یې ۱۴ روغتیايي مرکزونه لا هم فعال ساتلي، خو د دغو مرکزونو راتلونکی هم له مالي ستونزو سره مخ دی
په شمالي افغانستان کې د دغه سازمان یوه روغتیايي مرکز هره ورځ له سلو څخه زیاتو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د ځینو لیرې پرتو سیمو لپاره یوازینی روغتیايي مرکز دی. د ادارې په وینا، که دا مرکز هم وتړل شي، ځینې ناروغان به د درملنې لپاره څو ساعته په پښو مزل کولو ته اړ شي
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان لپاره بشري مرستې ژر زیاتې کړي، څو روغتیايي او د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه له لا ډېر کمښت او بندېدو سره مخ نه شي
د مرستو د کمېدو په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت مخ په خرابېدو دی او د بودجې کمښت د ژوند ژغورونکو پروګرامونو د پراخېدو پر وړاندې جدي خنډ جوړوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?