واشنګټن : پر ایران د امریکا تازه فشارونه؛ د هوايي سکتور ۳۶ بنسټونه او کسان تحریم شول
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د فشارونو د زیاتولو په لړ کې د دغه هېواد د هوايي سکتور اړوند ۳۶ بنسټونه او کسان د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي. واشنګټن وايي، دغه اقدام د ایران د هوايي صنعت د هغو شبکو پر وړاندې دی چې د الوتکو، حساسو تجهیزاتو او نورو توکو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي
د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په نویو بندیزونو کې ۲۷ ایراني هوايي شرکتونه شامل دي. د دغو بندیزونو موخه، د واشنګټن په ادعا، د ایران د هغو هوايي شبکو محدودول دي چې د وسلو، پرسونل او غیرقانوني بارونو د لېږد لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي
په بندیزونو کې یوازې ایراني شرکتونه نه دي شامل؛ بلکې د ترکیې، متحده عربي اماراتو، مالیزیا او نورو هېوادونو یو شمېر شرکتونه او منځګړي هم په نښه شوي دي. امریکا ادعا کوي چې دغو شبکو له ایراني هوايي شرکتونو سره د الوتکو او هوايي وسایلو په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، هغه کسان او شرکتونه چې د ایران د هوايي سکتور لپاره مالي یا لوژستیکي اسانتیاوې برابروي، ښايي د امریکا له مالي نظام سره د اړیکو د پرې کېدو له خطر سره مخ شي
واشنګټن دغه تازه اقدام د «اقتصادي شړلو عملیات» په نوم د پراخ کمپاین یوه برخه بولي، چې هدف یې د ایران د حکومت لپاره د عاید، سوداګرۍ او نړیوالو مالي اړیکو محدودول دي
د امریکا د بندیزونو نوی پړاو په داسې وخت کې اعلان شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي او اقتصادي ترینګلتیاوې هم زیاتې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراخېدو له امله د انرژۍ بازارونه، د هرمز تنګي امنیت او د سیمې سوداګریزې لارې هم له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ دي
ایران لا تر اوسه د دغو تازه بندیزونو په اړه پراخ رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران په تېرو مواردو کې د امریکا بندیزونه غیرقانوني بللي او ویلي یې دي چې دا ډول فشارونه به د ایران پر سیاستونو د واشنګټن مطلوب بدلون رامنځته نه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?