د متحده عربي اماراتو : شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د متحده عربي اماراتو مېشت شرکت «اېچ اېچ اېم ګلوبل انډسټري ګروپ» په افغانستان کې د سالنګ د دویم تونل د جوړولو او د درملو د فابریکو د جوړولو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده
د راپورونو له مخې، د دغه شرکت د پانګونې وړاندیز د افغانستان د پانګونې د بینالوزارتي کمېټې په یوه غونډه کې هم ارزول شوی دی.
د غونډې پر مهال د شرکت استازو د سالنګ د دویم تونل د جوړولو او په افغانستان کې د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو په برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده
چارواکو د شرکت له استازو غوښتي چې د یادو پروژو لپاره تفصیلي پانګونې طرحې او پلانونه چمتو کړي، څو د پروژو تخنیکي، مالي او عملي اړخونه په دقیقه توګه وارزول شي
سالنګ تونل د افغانستان د شمال او سوېل ترمنځ له مهمو ترانسپورتي لارو څخه دی او د هېواد د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره ځانګړی اهمیت لري. اوسنی سالنګ تونل په ۱۹۶۴ کال کې بشپړ شوی و او د افغانستان د شمالي او مرکزي سیمو ترمنځ مهمه اړیکه جوړوي
په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې هم په وروستیو کلونو کې د کورنیو فابریکو فعالیت پراخ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۳۰ کورنۍ درمل جوړوونکې فابریکې په هېواد کې فعالیت لري
د بهرني شرکت د دغې لېوالتیا عملي کېدل به د راتلونکو تخنیکي او مالي ارزونو او د پانګونې د تفصیلي طرحو له تصویب سره تړاو ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?