ذبیحالله مجاهد: افغانستان ته دې نړیوالې روغتیايي مرستې له سیاسي کېدو پرته دوام وکړي
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته روغتیايي مرستې روانې وساتي او ټینګار یې کړی چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي
مجاهد ویلي، د افغانستان روغتیايي نظام د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی او د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د نړیوالو بنسټونو ملاتړ اړین دی
نوموړي ټینګار کړی چې روغتیايي مرستې باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ووېشل شي او د سیاسي فشارونو یا اختلافونو وسیله ونه ګرځول شي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له امله یو شمېر روغتیايي مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ شوي دي. د مرستندویه ادارو په وینا، د بودجې کمښت د روغتیايي خدمتونو، د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو او میندو د روغتیايي پروګرامونو پر دوام فشار زیات کړی دی
د روغتیايي چارو د نړیوالو بنسټونو په باور، افغانستان لا هم د روغتیا په برخه کې پراخو مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالې بودجې نور کمښت کولی شي د میلیونونو افغانانو پر روغتیايي خدمتونو مستقیم اغېز وکړي
مجاهد له نړیوالو مرستندویانو وغوښتل چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته لومړني او اړین روغتیايي خدمات وړاندې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?