news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محسن داوړ: د افغان محصلانو ایستل شرموونکی او غیرانساني اقدام دی

محسن داوړ: د افغان محصلانو ایستل شرموونکی او غیرانساني اقدام دی

محسن داوړ: د افغان محصلانو ایستل شرموونکی او غیرانساني اقدام دی

 بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له طبي او غاښونو طب له زده‌کړیزو مرکزونو څخه د افغان محصلانو د ایستلو پر پرېکړې سخت غبرګون ښودلی او دا یې «شرموونکې او غیرانساني» پرېکړه بللې ده

داوړ ویلي، افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځینه محصلانې، په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه نه لري؛ نو له پاکستانه د هغوی ایستل کولی شي د ډېرو ځوانانو تحصیلي راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړي

د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه طبي او غاښونو طب پوهنځیو ته په یوه مکتوب کې ویلي چې په روان تحصیلي کال کې دې افغان اتباعو ته نوې داخلې او نورې تحصیلي اسانتیاوې نه ورکول کېږي. په مکتوب کې له هغو افغان محصلانو څخه چې مخکې په دغو پروګرامونو کې شامل شوي، د بېرته ستنېدو لپاره د اړینو اداري چارو د بشپړولو غوښتنه هم شوې ده

د پاکستان د دې پرېکړې په اړه یوازې محسن داوړ نه، بلکې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او نورو پاکستاني سیاسي څېرو هم اندېښنه ښودلې ده. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پرېکړې اغېزې به په ځانګړي ډول پر افغان ښځینه محصلانو سختې وي، ځکه ډېری افغان نجونې له وړاندې په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي. دغه سازمان له پاکستانه غوښتي چې یوه بشري او عملي حل‌لاره غوره کړي، څو افغان محصلان خپلې زده‌کړې بشپړې کړای شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان هم له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شي

د افغان محصلانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلان اغېزمن کېدای شي. د محصلانو استازي وايي، د دغو زده‌کوونکو ډېری یې له قانوني لارو پاکستان ته تللي او ځینو یې د زده‌کړو لپاره بورسونه هم ترلاسه کړي دي

منتقدان وايي، د افغان محصلانو لپاره تر ټولو عملي لاره دا ده چې هغوی ته اجازه ورکړل شي خپلې پاتې زده‌کړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته خپل هېواد ته ستانه شي، څو د سیاسي اختلافونو له امله د هغوی د کلونو تحصیلي هڅې ضایع نه شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto