شکریه بارکزۍ: طالبان د سیاسي پروژو او نیابتي جګړو پایله ده
(بریانیو پنجشنبه (۲۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د پخواني پارلمان غړې شکریه بارکزۍ وایي، د طالبانو راپورته کېدل یوازې د یوه کلیوال ملا د هڅو پایله نه وه، بلکې دا ډله د سیاسي پروژو او نیابتي جګړو په پایله کې رامنځته شوې ده
بارکزۍ زیاته کړې چې افغان ولس له ازادۍ او خپل کلتور سره ژوره مینه لري او د هغې په باور، سختدریځي په افغانستان کې تاریخي ریښې نه لري. نوموړې د هېواد پر ټولنیز او سیاسي وضعیت د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې د افغانانو تاریخي او کلتوري هویت باید له اوسنیو محدودیتونو سره یو شان ونه ګڼل شي
هغې د ښځو پر وضعیت هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ښځو چوپتیا او له عامه ژوند څخه د هغوی پټ پاتې کېدل د اوسني وضعیت د منلو په معنا نه دي د بارکزۍ په وینا، ښځې د ټولنې له مخکښو او تر ټولو مقاومت کوونکو قشرونو څخه دي او د ستونزو پر وړاندې یې مبارزه خپل اهمیت لري
بارکزۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د تعامل پر ځای د افغانستان د خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، حقونه او غوښتنې په پام کې ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1916
-
اخبار افغانستان
1030
-
مقاله
812
-
سیاست
388
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl