روسلان سلیمانوف: د نړۍوالو بحرانونو له امله افغانستان د نړۍ له پامه غورځېدلی
(بریانیو پنجشنبه (۲۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
روسي خبریال روسلان سلیمانوف وایي، په نړۍ کې د پرلهپسې بحرانونو او نورو نړیوالو مسئلو له امله افغانستان د نړیوالې ټولنې د پام له مرکز څخه لرې شوی او افغانان داسې احساس کوي چې لوېدیځ یې هېر کړي دي
سلیمانوف، چې د زمري میاشتې په اوږدو کې افغانستان ته تللی و، په کندهار کې یې د طالبانو له ویاند ذبیحالله مجاهد او یو شمېر عامو خلکو سره لیدلي دي. نوموړي په بریتانیا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته په وینا کې د دغه هېواد پر روان وضعیت او د نړیوالو پام ته د افغانستان د اړتیا په اړه خبرې کړې دي
نوموړي ویلي، افغانان په ځانګړي ډول د لوېدیځ له لوري د هېرېدو احساس کوي. هغه د خپلې پخوانۍ تجربې په یادولو سره ویلي، درې کاله وړاندې د ښځو د لاریونونو د انځورونو اخیستو پر مهال د طالبانو له خوا درې ورځې بندي شوی و، خو د ده په وینا، اوس د افغانستان په واټونو کې هېڅ لاریون نه لیدل کېږي
سلیمانوف ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې اترې د افغانستان د روان وضعیت د حل لپاره یوازینۍ لاره ده د هغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان وضعیت، د ښځو حقونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی لا هم د نړیوالو بحثونو مهمې موضوعګانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1916
-
اخبار افغانستان
1029
-
مقاله
812
-
سیاست
387
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl