news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان: وچکالي او بې‌وزلي افغان کورنۍ اړ باسي چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو په بدل کې کوژده کړي

افغانستان: وچکالي او بې‌وزلي افغان کورنۍ اړ باسي چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو په بدل کې کوژده کړي

افغانستان: وچکالي او بې‌وزلي افغان کورنۍ اړ باسي چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو په بدل کې کوژده کړي

(بریانیو جمعه (۲۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

په افغانستان کې پرله‌پسې وچکالۍ، پراخې بې‌وزلۍ او د نړیوالو مرستو کمښت ګڼې کورنۍ دې ته اړ کړې دي چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو د ادا کولو، خوراکي توکو د برابرولو او د ناروغانو د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره کوژده کړي

د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې، چې د بادغیس او هرات ولایتونو د لسګونو کورنیو تجربې رانغاړي، ویل شوي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ زرګونه کورنۍ له خپلو عایداتي سرچینو بې‌برخې کړې او د ژوند د دوام لپاره یې له سختو او دردناکو پرېکړو سره مخ کړې دي

د راپور له مخې، د بادغیس ولایت په قلعه‌نو ښار کې ۱۱ کلنه خدیجه هم له هغو نجونو څخه ده چې د کورنۍ د پورونو د ادا کولو لپاره کوژده شوې ده. د هغې مور نور بي‌بي وایي، لور یې تر کوژدې مخکې خوشحاله وه، خو اوس اندېښمنه ده او هره ورځ ژاړي

په راپور کې راغلي چې د بادغیس ولایت نږدې ۹۵ سلنه خلک پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، خو پرله‌پسې وچکالۍ د هغوی عایدات سخت زیانمن کړي دي. د کرنیزو حاصلاتو کمښت او د څارویو د ساتنې ستونزو د ګڼو کورنیو اقتصادي وضعیت خراب کړی او ځینې یې دې ته اړ کړې دي چې د خپلو لوڼو کوژده د پورونو د ادا کولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو یوه لاره وګڼي

د ګل ببو په نوم یوې بلې مور ویلي چې خپلې دوه کلنې او پنځه کلنې لوڼې یې هم کوژده کړې دي، ځکه کورنۍ یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. هغې د خپلې پرېکړې په اړه ویلي: «پوهېږم چې دوی ډېرې کوچنۍ دي؛ خو بله لار مو نه‌لرله»

د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې دغه نجونې د بلوغ له عمر سره سم د خپلو مېړونو کورونو ته لېږدول کېږي. په کم عمر کې امیندواري او زېږون د نجونو روغتیا له جدي خطرونو سره مخ کوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د میندو د مړینې له لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی

د دغو کورنیو کیسې ښيي چې وچکالي او اقتصادي کړکېچ یوازې د خوراکي توکو او عایداتو ستونزه نه ده، بلکې د ماشومانو پر راتلونکي، زده‌کړو، روغتیا او خوندیتوب هم ژورې اغېزې لري. د نړیوالو مرستو کمښت هم د هغو کورنیو ستونزې زیاتوي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto