د بښنې نړیوال سازمان : بروکسل کې د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض وشو
د بښنې نړیوال سازمان : بروکسل کې د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض وشو
(بریانیو جمعه (۲۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بښنې نړیوال سازمان فعالانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یوه سمبولیک اقدام له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه وغندل او د هغوی د حقونو د ملاتړ لپاره یې غږ پورته کړ
فعالانو پرون د بروکسل د فورېسټ پارک په سیمه کې د «ښځو د ننوتلو اجازه نشته» تر سرلیک لاندې ۲۵ متره اوږد ټوکر وغوړاوه. هغوی د «افغانستان له ښځو سره پیوستون» تر پیغام لاندې انساني ځنځیر هم جوړ کړ او په دې توګه یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ څرګند کړ
په بلجیم کې د بښنې نړیوال سازمان د فرانسوي ژبې څانګې مشرې کارین تیبو د دې اقدام پر مهال وویل، که د فورېسټ پارک په افغانستان کې وای، ښځو ته به هلته د تګ اجازه نه ورکول کېده
نوموړې زیاته کړه چې طالبانو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه څنډې ته کړې او د هغوی پر زدهکړو، کار، ورزش او په عام محضر کې پر وینا یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د هغې په وینا، له ۱۲ کلنۍ وروسته د نجونو د زدهکړو مخنیوی هم د دغو محدودیتونو یوه برخه ده
تیبو د طالبانو نوې جزایي اصولنامې او پر ښځو او نجونو یې احتمالي اغېزو ته په اشارې، د بلجیم له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي
د بروکسل دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره شوی چې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې د حقونو موضوع لا هم د نړیوالو بشري حقونو د بحثونو له مهمو محورونو څخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?