news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

لاوروف: داعش خراسان غواړي له افغانستانه منځنۍ اسیا او روسیې ته ترهګریز فعالیتونه وغځوي

لاوروف: داعش خراسان غواړي له افغانستانه منځنۍ اسیا او روسیې ته ترهګریز فعالیتونه وغځوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان څانګه غواړي له افغانستان څخه د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره د اډې په توګه کار واخلي او دغه فعالیتونه منځنۍ اسیا او روسیې ته وغځوي.

بریانیوز- جمعه، ٢٤ میزان ١٤٠٥

لاوروف د جمعې په ورځ، د میزان په ۲۴مه، په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې وویل، چې د روسیې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونو له مخې، د داعش خراسان ډلې جنګیالي د سیمې لپاره تر ټولو لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې ترهګرې او افراطي ډلې او د هغوی روزنیز کمپونه لا هم د افغانستان او تاجکستان او همدارنګه د افغانستان او ازبکستان په سرحدي سیمو کې په پام‌وړ کچه شتون لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ترهګر ښايي د کډوالو یا سیلانیانو په جامه کې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته ننوځي او هلته خپل فعالیتونه پراخ کړي.

لاوروف ټینګار وکړ، چې د داعش خراسان سیمه‌ییزه څانګه په ښکاره هڅه کوي، څو د کابل د واکمنانو هغه وړتیا کمزورې کړي چې په افغانستان کې د ثبات د ساتلو لپاره یې لري. د هغه په وینا، دغه ډله غواړي د افغانستان له خاورې څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د ترهګریزو فعالیتونو د لېږد لپاره هم کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغو درېیو سازمانونو د غړو هېوادونو استازي، روسي او بهرني کارپوهان او ډیپلوماتان په مسکو کې د سیمې د امنیتي ننګونو، له افغانستان سره د تړلو ګواښونو او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کوي.

لاوروف تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د مسکو د اتمې غونډې پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره د تخنیکي، تجهیزاتي او تخصصي مرستو غوښتنه کړې وه.

هغه په هغه غونډه کې ویلي وو، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او سلګونه جنګیالي یې وژلي دي. د لاوروف په وینا، د بهرنیو وګړو او ډیپلوماتیکو استازولیو پر ضد د ترهګریزو بریدونو یو شمېر هڅې هم شنډې شوې دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto