news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان او سعودي عربستان : د لمریزې او بادي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

افغانستان او سعودي عربستان : د لمریزې او بادي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

افغانستان او سعودي عربستان : د لمریزې او بادي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

(بریانیو پنجشنبه (۲۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره کتلي او د انرژۍ په برخه کې یې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

په دې کتنه کې دواړو لورو د انرژۍ په برخه کې له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې، په ځانګړي ډول د لمریزې او بادي انرژۍ د پراختیا، د تخنیکي تجربو د شریکولو او د ګډو پروژو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی

اخندزاده د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او تخنیکي مسوولینو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده، څو د هېواد د انرژۍ په برخه کې شته ظرفیتونه له نږدې وارزوي

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسوولان او یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. د یاد سفر موخه د انرژۍ د فرصتونو ارزونه او د ګډو همکاریو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې کول دي

د دغو خبرو اترو تمرکز پر دې دی چې د لمریزې او بادي انرژۍ په ګډون د انرژۍ له شته سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي همکاري پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto