news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډونالډټرمپ: په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او کانونو د پراخې پلټنې چمتووالی روان دی

ډونالډټرمپ: په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او کانونو د پراخې پلټنې چمتووالی روان دی

ډونالډټرمپ: په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او کانونو د پراخې پلټنې چمتووالی روان دی

(بریانیو پنجشنبه (۲۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او معدني سرچینو د پراخې پلټنې لپاره چمتووالی روان دی، خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي

ټرمپ ویلي، د ځینو کارپوهانو په باور، په ګرینلنډ کې د لاسرسي وړ تېلو زېرمې ډېرې پراخې دي. د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې ټاپو کې د طبیعي سرچینو د احتمالي زېرمو او ستراتیژیک اهمیت موضوع یو ځل بیا پام ځان ته اړولی دی

ګرینلنډ، چې د ډنمارک تر واکمنۍ لاندې خپلواکه سیمه ده، د طبیعي سرچینو او جغرافیایي موقعیت له امله د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري. د دې سیمې په اړه د واشنګټن لېوالتیا په تېرو کلونو کې د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ترمنځ د سیاسي او امنیتي بحثونو مهمه برخه ګرځېدلې ده

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ تېره میاشت یوه هوکړه لاسلیک کړې چې موخه یې د ترینګلتیاوو کمول او په دغه ټاپو کې د امریکا د پوځي حضور پراخول دي. په دې توګه، د طبیعي سرچینو د پلټنې په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې د سیمې د اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت په اړه بحثونه نور هم تودولای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto