news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د قرغزستان ولسمشر: افغانستان د آسیا د امنیت او همکارۍ مهمه برخه ده

د قرغزستان ولسمشر: افغانستان د آسیا د امنیت او همکارۍ مهمه برخه ده

د قرغزستان ولسمشر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د «اسیا کې د تعامل او باور جوړونې اقداماتو» (سیکا) سازمان د مشرانو په اوومه غونډه کې ټینګار کړی، چې افغانستان د آسیا د ګډ امنیت او سیمه‌ییزې همکارۍ یوه مهمه برخه ده او په دغه هېواد کې تلپاتې ثبات یوازې د خبرو اترو او نړیوالو ګډو هڅو له لارې ترلاسه کېدای شي.

بریانیوز- جمعه، ٢٤ میزان ١٤٠٥

د قرغزستان ولسمشر د سیمه‌ییزو تحولاتو او ننګونو په اړه د خپلو څرګندونو پر مهال د اسیايي هېوادونو ترمنځ د پیوستون او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي د افغانستان موضوع ته په اشارې ویلي، چې دغه هېواد د آسیا د ګډ امنیتي چاپېریال او همکارۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

هغه د افغانستان د منزوي کولو او پر دغه هېواد د فشار راوړلو له تګلارې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره رغنده خبرو اترو ته دوام، د اقتصادي بیارغونې هڅې او د نړیوالې ټولنې نږدې همغږي اړینه ده.

د سیکا سازمان د مشرانو په دې غونډه کې، چې د اسیايي هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون پکې درلود، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ترانسپورټ، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او سیمه‌ییزو پروژو د ملاتړ په اړه هم خبرې وشوې.

سیکا سازمان ۲۸ غړي هېوادونه لري، چې د اسیا د خاورې او نفوس شاوخوا ۹۰ سلنه تر پوښښ لاندې راولي.

افغانستان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د دغه سیمه‌ییز سازمان غړیتوب لري؛ خو د طالبانو له هڅو سره سره، چې په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه یې لرله، د سیکا د مشرانو اوومه غونډه د پنجشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د طالبانو د استازي له ګډون پرته ترسره شوه.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto