وانګ یي: د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له منځه وړل د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین دي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو له ادارې غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
بریانیوز- جمعه، ٢٤ میزان ١٤٠٥
وانګ یي دغه څرګندونې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د متقابل تعامل او باور جوړونې د تدابیرو (سیکا) په اوومه غونډه کې کړې دي. نوموړي په خپله وینا کې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره څلور مادهییز نوښت هم وړاندې کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمهییزې همغږۍ پر پیاوړتیا، د بشري مرستو پر دوام او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
هغه ویلي چې افغانستان د اسیا د امنیتي جوړښت نه بېلېدونکې برخه ده او د طالبانو اداره باید د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او د افغانستان د خاورې د پاکولو لپاره واقعي او اغېزمن اقدامات وکړي، څو په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات زمینه برابره شي.
د چین دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې بیجینګ له طالبانو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ساتلې دي، خو د افغانستان له خاورې د افراطي ډلو د فعالیتونو او د سیمې د امنیت پر وړاندې د احتمالي فرامرزي ګواښونو په اړه اندېښنه هم څرګندوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1925
-
اخبار افغانستان
1035
-
مقاله
815
-
سیاست
392
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl