کابل/مسکو: د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري په شپږو میاشتو کې دوه برابره شوې
(بریانیو شنبه (۲۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه برابره شوې او دا زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ثابتې ودې ښکارندويي کوي
کابلوف د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، د منځنۍ اسیا د امنیت او افغانستان په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې کړې دي. په دغه غونډه کې د ګډ امنیتي تړو سازمان، د خپلواکو دولتونو د مشترکالمنافع ټولنې او د شانګهای د همکاریو سازمان استازو هم ګډون درلود
نوموړي ومنله چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ مطلقه کچه لا هم ټیټه ده، خو په وینا یې، د افغانستان له هغو شرایطو سره په پام کې نیولو سره چې د امریکا او ناټو له شاوخوا دوو لسیزو پوځي حضور وروسته ورسره مخ دی، د سوداګرۍ دوه برابره کېدل د پام وړ پرمختګ دی
کابلوف ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې د بهیر دوام او په تدریجي ډول د هغې پراختیا مهمه ده. هغه زیاته کړې چې مسکو به هڅه وکړي دغه بهیر روان وساتي
نوموړي همداراز ویلي چې د روسیې او افغانستان اړیکې د رغنده تعامل او متقابلو ګټو پر بنسټ د پراختیا په حال کې دي
د سوداګرۍ د کچې دغه زیاتوالی په داسې حال کې راپورته کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ لپاره له شته فرصتونو څخه زیاته ګټه واخلي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?