news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان بحرانونه پراخېږي، خو هبت‌الله اخندزاده لا هم د ملایانو پر اطاعت ټینګار کوي

د افغانستان بحرانونه پراخېږي، خو هبت‌الله اخندزاده لا هم د ملایانو پر اطاعت ټینګار کوي

د طالبانو د ویاندویانو د څرګندونو له مخې، د دې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده یو ځل بیا په کندهار کې وینا کړې ده. د هغه د وینا اصلي موضوعات، د پخوا په څېر، دیني وعظونه، د مدرسو او جوماتونو پراختیا او له خپل ځان او ملایانو څخه اطاعت و.

بریانیوز- جمعه، ٢٤ میزان ١٤٠٥

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ او د هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې له ګڼو امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی.

له امنیتي پلوه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د پوځي پېښو له امله ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، له یوې خوا د طالبانو پر ضد د مخالفو جبهاتو بریدونه او له بلې خوا د داعش بریدونه زیات شوي دي. پراخ فقر او بې‌ساري بېکاري هم په افغانستان کې د لوږې بحران لا ژور کړی دی. بلخوا، د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو نړیوالې نیوکې او فشارونه هم دوام لري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په تېر یوه کال کې مستقیمو پوځي نښتو ته رسېدلی، خو هبت‌الله اخندزاده په خپلو عامه څرګندونو کې دې شخړې ته اشاره نه ده کړې. هغه د اسلامي نړۍ د یو شمېر مهمو بحرانونو او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه هم لږې څرګندونې کړې دي. د هغه له عامه دریځونو سره سم، نوموړي د غزې د مسئلې په اړه ډېر کم نظر څرګند کړی او د ایران او امریکا اړوند شخړو په اړه یې هم ښکاره دریځ نه دی نیولی.

هبت‌الله اخندزاده په خپله تازه وینا کې دیني عالمان «پر ځمکه د خدای استازي» بللي او پر دیني زده‌کړو او روزنې، له دنیوي موخو څخه پر ډډه کولو او د مدرسو او جوماتونو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. هغه له طالبانو غوښتي چې علم د دنیوي موخو ته د رسېدو لپاره وسیله ونه ګرځوي.

په تېرو پنځو کلونو کې د هبت‌الله اخندزاده د ویناوو اساسي محورونه تر ډېره همدا موضوعات پاتې شوي دي. د هغه د شخصي فرمانونو پلي کول، د ده د غوښتنې له مخې د شریعت بشپړ تطبیق، له لوړپوړو چارواکو اطاعت، د خپلمنځي اختلافاتو مخنیوی، د دیني مدرسو او جوماتونو پراختیا او د دیني زده‌کوونکو د شمېر زیاتول د دغو موضوعاتو مهمې برخې دي.

په دې لړ کې دیني زده‌کړو ته مرکزي ځای ورکړل شوی، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، چې د هغه په امر لګول شوی، لا هم پر ځای دی او د ښځو پر ژوند پراخ محدودیتونه دوام لري.

په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې په تدریجي ډول ترینګلې شوې دي او په وروستي یوه کال کې مستقیمو پوځي نښتو ته رسېدلې دي. دواړه لوري یو بل د ناامنۍ په زیاتولو تورنوي او تاوتریخوالي یې پر سیاسي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو سیوری غوړولی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، ولسمشر اصف علي زرداري، د پوځ مشر عاصم منیر او نورو پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونو ته زمینه برابروي. د اسلام‌اباد چارواکو دا موضوع په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې هم مطرح کړې ده. طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

سره له دې، هبت‌الله اخندزاده په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو عامه څرګندونو کې په مستقیم ډول د پاکستان په اړه څه نه دي ویلي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto