news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو ولسوال خپل بیسواده زوی د کابل پوهنتون د IT آمر مقرر کړی

د طالبانو ولسوال خپل بیسواده زوی د کابل پوهنتون د IT آمر مقرر کړی

بریا نیوز معلومات ترلاسه کړي، چې د طالبانو یو ولسوال میرویس، مشهور په قاضي ابوبکر، خپل زوی محمد داوود د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) آمریت ته مقرر کړی دی.

بریانیوز- چهارشنبه، ٢٩ میزان ١٤٠٥

د معلوماتو له مخې، محمد داوود د دولسم ټولګي اسناد د ځان لپاره جوړ کړي، په داسې حال کې چې د زده‌کړو او مسلکي وړتیا په برخه کې لازم شرایط نه لري. نوموړی پخوا د کابل پوهنتون مامور و، خو وروسته له دندې تنقیص شو او بیا د یاد پوهنتون د IT آمریت د آمر په توګه مقرر شو. هغه په خپلو اسنادو کې ځان انجینر هم معرفي کوي.

محمد داوود د خپلې دندې له امکاناتو څخه د شخصي استفادې لپاره هم کار اخیستی دی. نوموړي د خپل کور پرنټر د کابل پوهنتون د IT آمریت په امکاناتو ترمیم کړی؛ د ترمیم وړاندیز یې پخپله کړی او د معاینې هیئت ته یې ځواب هم پخپله وړاندې کړی دی. نوموړی ان د املا له لیکلو سره هم ستونزې لري.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ مسلکي او متخصص افغانان د بېکارۍ له امله اړ شوي چې د کار او مناسب ژوند موندلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي، خو د طالبانو د چارواکو خپلوان په دولتي ادارو کې مهمو بستونو ته مقررېږي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto