دوحه : ترکیې او درېیو اسلامي هېوادونو د دفاعي همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه
(بریانیو پنجشنبه (۳۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا په دوحه کې د «بدر» په نوم یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې څلور هېوادونه په دفاعي صنعت، پوځي ټکنالوژۍ او روزنیزو چارو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي
د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د هوکړې لاسلیک د چهارشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د څلورو هېوادونو د دفاعي چارواکو په ګډون ترسره شوی دی
د دې هوکړې یوه مهمه برخه د پوځي تجهیزاتو په ګډ تولید، د دفاعي وړتیاوو په لوړولو او د نویو پوځي ټکنالوژیو په اړه د څېړنو او تجربو شریکولو ته ځانګړې شوې ده. همدارنګه، هېوادونه به د پوځي پرسونل د روزنې او تخنیکي مهارتونو د پراختیا په برخه کې هم همکاري کوي
د ترکیې د دفاع وزارت تمه ښودلې چې دغه تړون به د ګډونوالو هېوادونو دفاعي صنعتونه پیاوړي کړي او د پوځي او تخنیکي تجربو د تبادلې ترڅنګ به د دوی ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې لا پراخې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1960
-
اخبار افغانستان
1045
-
مقاله
817
-
سیاست
397
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl