اشکاباد – ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵: د ترکمنستان د دولت وزير مشاور او د «ترکمنګاز»
دولتي شرکت مشر مقصد بابايف ويلي، د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند د ګازو لويه پروژه (تاپي) يوازې يو اقتصادي ګام نه دی، بلکې د سولې، پرمختګ او د سيمې د يووالي يو ژوندى سمبول دی
نوموړي د «نفت او ګاز ترکمنستان – ۲۰۲۵» په نړيوال کنفرانس کې ټينګار وکړ چې تاپي د ترکمنستان د انرژۍ د صادراتو د تنوع لپاره يو بنسټيزه ستراتيژي ده، او د دې پروژې پلي کېدل به د سيمې هېوادونه د ګډو ګټو، باور او پرمختګ پر لور يو کړي
بابايف زياته کړه:
تاپي يوازې د ګازو نلليکه نه ده، بلکې د هېوادونو ترمنځ د باور، همکارۍ او سوکالۍ يو نوی فصل پرانيزي. دا پروژه د سيمې د سولې او اقتصادي ثبات يو پُل دی
د تاپي نلليکه به شاوخوا ۱،۸۰۰ کيلومتره اوږده وي او د ترکمنستان له سترې ګاززېرمي «ګالکينش» څخه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته طبيعي ګاز ورسوي
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دې پروژې عملي کېدل به د افغانستان لپاره د عوايدو يو نوی باب پرانیزي، د زېربناوو د بيا رغونې بهير چټک کړي، او د سړکونو، برېښنا او سوداګرۍ د پراختيا لامل به شي
ترکمن چارواکو په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې تاپي به نه يوازې د انرژۍ يوه لاره وي، بلکې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور او تفاهم پُل هم شي، ځکه چې اقتصادي همکاري تل د سولې او يووالي بنسټ جوړوي
تاپي – هغه لويه پروژه چې د انرژۍ له بهير سره، د سولې او سوکالۍ رڼا هم سيمې ته راوړي