news اخبار فوری
clock

پاکستان او قرغیزستان په ګډ ټینګار: طالبان دې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام وکړي

پاکستان او قرغیزستان په ګډ ټینګار: طالبان دې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام وکړي

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغیزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د لوړې کچې لیدنې پر مهال د افغانستاند اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې د نړیوالو تعهداتو پر بنسټ د ترهګرو ډلو پر ضدد باور وړ او راستی‌ازمایل کېدونکي ګامونه پورته کړي د پاکستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو مشرانو د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه پراخ بحثونه وکړل، او ټینګار یې وکړ

چې د افغانستان وضعیت د ټولې سیمې په امنیت مستقیم اغېز لري

شهباز شریف وویل چې پاکستان د خپلو مشروع امنیتي اندېښنو د لرې کېدو لپاره له طالبانو څخه د مشخصو او عملي ګامونو تمه لري. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سولې، اقتصادي همکارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره یو منسجم دریځ ولري

د قرغیزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف هم د خبرو پر مهال ویلي چې منځنۍ اسیا د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ امنیتي میکانېزم ته اړتیا لري، او افغانستان په دې برخه کې مهم رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلو ژمنو پر اساس عمل وکړي او د هغو ډلو د فعالیت مخه ونیسي چې د سیمې هېوادونه ګواښي

سیمه‌ییز فشارونه زیاتېږي

دا ګډ دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر طالبانو زیات فشار راوړی او د سرحدي امنیت، د تحريک طالبان پاکستان فعالیتونو او د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه تندې څرګندونې کوي

طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي چې د افغان خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد ګټه نه اخیستل کېږي، خو د پاکستان او سیمې یو شمېر هېوادونه بیا پر طالبانو د ژمنو د نه‌ پوره کولو شکایت کوي

د شهباز شریف او ژاپاروف وروستی ګډ پیغام ښيي چې د سیمې هېوادونه غواړي د افغانستان موضوع د ګډ امنیتي چوکاټ په مرکز بدل کړي او د طالبانو له حکومته د عملي اقداماتو غوښتنه ورځ تر بلې زیاتیږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto