د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني: د وېرې او زور پر بنسټ واکمني ریښتینی حکومت نه دی
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په یوه نادر او د پام وړ څرګندونو کې ومنله چې په افغانستان کې د اوسني حاکم نظام د واک چلولو طریقې د خلکو پر ویره، زور او تحقیر ولاړې دي، او ټینګار یې وکړ چې دا ډول چلند د ریښتیني حکومت نښه نه ده
نوموړي دغه څرګندونې د قوس میاشتې په ۲۱مه، د خوست ولایت په یوه غونډه کې وکړې. حقاني وویل:
هغه حکومت چې خلک یوازې د وېرولو له لارې اداره کوي، حکومت نه بلل کېږي. د ولس او ښه حکومت ترمنځ باید د مینې، باور او متقابل احترام اړیکه موجوده وي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې په څرګنده توګه اعتراف وکړ چې اوسنی چلند د ولس او واکمنو ترمنځ واټن لا زیات کړی دی. هغه زیاته کړه چې طالبان پخوا پخپله د لویو نړیوالو قدرتونو لهخوا د ظلم قربانیان وو، خو نن ورځ هماغه ناسمې لارې چارې د خپل ولس پر وړاندې تکراروي
حقاني وویل:
موږ یو وخت د نړۍ د امپراتوریو لهخوا تر ظلم لاندې وو، خو اوس خپله دومره زغم نه لرو چې له خپل ولس سره په نرمۍ او عدالت چلند وکړو؛ خلک محکوموو ذلیلوو او پرې سختۍ زیاتوو
د نوموړي دا څرګندونې، چې د طالبانو له یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي څخه صادرېږي، د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې ژورې اندېښنې څرګندونه کوي. هغه ومنله چې د زور، جبر او سختدریځۍ دوام نه یوازې د حکومت مشروعیت کمزوری کوي، بلکې د ولس باور هم له منځه وړي
سراجالدین حقاني ټینګار وکړ چې دا روان وضعیت باید پای ته ورسېږي او طالبان باید د خلکو سره د چلند په طریقه کې جدي بدلون راولي. د هغه په وینا، که د ولس کرامت، حقونه او انساني ارزښتونه درناوی ونه شي، نو هېڅ واکمني دوام نه شي کولی
سیاسي شنونکي باور لري چې د حقاني دا څرګندونې د طالبانو د کورني اختلافاتو او د ولسي نارضایتۍ د زیاتېدو څرګند نښه ده. دوی وایي، که څه هم دا ډول اعترافونه کم ساري دي، خو تر هغې چې په عملي بدلونونو بدل نه شي، د افغانستان د خلکو پر ژوند به اغېز ونه لري
د افغان ولس لپاره اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده:
ایا دا اعتراف به یوازې په خبرو محدود پاتې شي، که طالبان به رښتیا هم د زور پر ځای د باور، عدالت او ولسي ګډون پر لور ګام واخلي؟
ځواب یې د وخت او عمل په تله کې سنجول کېږي