news اخبار فوری
clock

ازبیکستان او ترکمنستان: د افغانستان د سوله‌ییز پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده

ازبیکستان او ترکمنستان: د افغانستان د سوله‌ییز پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده

د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د «سولې او پرمختګ» تر عنوان لاندې په نړیوال کنفرانس کې، د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف اعلان وکړ چې تاشکند د ترکمنستان سره په ګډه داسې تګلارې تر کار لاندې لري، چې موخه یې په افغانستان کې د دوامدار او سوله‌ییز پرمختګ ملاتړ دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د سیمه‌ییز اتصال پراختیا، د ترانزیټي لارو فعالول او اقتصادي همکاري کولای شي د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي

میرضیایف وویل، افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ یو مهم جغرافیایي پل دی او که دا هېواد د اقتصادي همکاریو په سیمه‌ییزه نقشه کې فعاله ونډه واخلي، نو نه یوازې به د افغانانو اقتصادي ستونزې کمې شي، بلکې ټوله سیمه به له ثبات او سوکالۍ برخمنه شي. هغه زیاته کړه چې ازبیکستان او ترکمنستان چمتو دي د انرژۍ، ترانزیټ، سوداګرۍ او زیربنایي پروژو له لارې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي

خو په همدې حال کې، شنونکي او سیمه‌ییز څارونکي یادونه کوي چې د دغو همکاریو پر وړاندې جدي خنډونه موجود دي. د طالبانو اداره، چې اوس په افغانستان کې واکمنه ده، تر اوسه نه ده توانېدلې هغه لازم شرایط برابر کړي، چې د سیمې هېوادونه پرې باوري شي او خپلې اقتصادي دروازې په پراخه کچه پرانیزي

د شفافیت نشتوالی، محدودوونکي سیاستونه، د ښځو او بشري حقونو په برخه کې سخت دریځ، او د نړیوالې ټولنې سره ترینګلې اړیکې، هغه ستونزې دي چې افغانستان یې لا هم له نړیوال انزوا سره مخ کړی دی. همدا عوامل د دې لامل شوي، چې د سیمې د هېوادونو اقتصادي پلانونه او د اتصال پروژې له ځنډ او شک سره مخ شي

په کنفرانس کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزه همکاري یوازې هغه مهال بریالۍ کېدای شي، چې په کابل کې واکمنه اداره د تعامل، اصلاحاتو او باور جوړونې واقعي اراده وښيي. د دوی په باور، افغانستان باید داسې سیاسي او اقتصادي فضا رامنځته کړي، چې د پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره خوندي او د باور وړ وي

اوس اساسي پوښتنه دا ده:

ایا د طالبانو اداره به وتوانېږي له انزوا ووځي، خپلې پالیسۍ بدلې کړي او د سیمې له هېوادونو سره د رغنده تعامل لپاره زمینه برابره کړي؟ که نه، نو د افغانستان د سوله‌ ییز پرمختګ لپاره وړاندې کېدونکي فرصتونه به همداسې له لاسه ولاړ شي او د هېواد خلک به لا هم د بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو دروند قیمت پرې کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto