news اخبار فوری
clock

مولوي عبدالکبیر: افغان کډوال د کوربه هېوادونو پر اوږو بار نه دي

مولوي عبدالکبیر: افغان کډوال د کوربه هېوادونو پر اوږو بار نه دي

د طالبانو د ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، افغان کډوال د کوربه هېوادونو لپاره بار نه دي، بلکې د دغو هېوادونو په اقتصادي ودې او کاري بهیر کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی. نوموړي دا څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې وکړې

مولوي عبدالکبیر وویل چې افغان کډوالو د کلونو په اوږدو کې د سختو شرایطو سره سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی، پانګونه یې کړې او د کوربه هېوادونو په اقتصادي سیستم کې فعاله ونډه لرلې ده. د هغه په وینا:

هیڅ هېواد نه شي کولای د افغان کډوالو هڅې، زحمتونه، کار او پانګونه له پامه وغورځوي. دوی د ستونزې پر ځای د فرصت برخه دي

نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال تل د کار، حلال رزق او عزتمند ژوند په لټه کې پاتې شوي او په هغو ټولنو کې چې اوسېدلي، د قانون او نظم درناوی یې کړی دی. هغه ادعا وکړه چې کډوال نه یوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بار نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د کار بازار ته ساه ورکړې ده

خو له بلې خوا، دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې په ځینو هېوادونو کې، له سختو فشارونو، نیونو، جبري ایستلو او د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. زرګونه کورنۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله له جدي خطر سره مخ دي

په همدې حال کې، پوښتنه دا ده چې د طالبانو اداره په داسې شرایطو کې څنګه د افغان کډوالو د «رضاکارانه راستنېدو» تمه لري؟ ایا په هېواد دننه د ژوند، کار، سرپناه او بنسټیزو خدمتونو لپاره واقعي او عملي زمینه برابره شوې ده؟

اقتصادي او ټولنیز کارپوهان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د زیربناوو کمښت، پراخه بې‌کاري، محدود اقتصادي فرصتونه او د عامه خدمتونو نشتوالی، د کډوالو د راستنېدو بهیر ستونزمن، لګښتی او له خطرونو ډک کوي. د دوی په باور، که د راستنېدونکو لپاره د کار، تعلیم، روغتیا او سرپناه اساسي اسانتیاوې برابرې نه شي، نو د ستنېدو هر ډول غوښتنه به یوازې شعاري بڼه ولري.

کارپوهان ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره باید لومړی په هېواد دننه د باور فضا، اقتصادي فرصتونه او د انساني کرامت درناوی تضمین شي. هغوی پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو اداره د دې تشو د ډکولو مسوولیت منلو ته چمتو ده، که نه

تر هغو چې دا بنسټیزې ستونزې حل نه شي، د افغان کډوالو برخلیک به لا هم د نامعلوم وضعیت، اندېښنو او ستونزو تر سیوري لاندې پاتې وي، او د راستنېدو خبرې به د عملي واقعیت پر ځای یوازې سیاسي پیغامونه وبلل شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto