د افغانستان وضعیت؛ وزارتونه که دوکانونه؟
لیکونکی: الهام همتيار
دولت، مامورین او دولتي ادارې هغه ځایونه دي چې د ولس د خدمت لپاره جوړېږي، نه د واک د نندارې او امتیازاتو د وېش لپاره. هر مامور، د هیواد له لومړي شخص نیولې بیا تر عادي مامور پورې، د ولس د خدمت او د اسانتیا لپاره ګمارل کېږي، د دې لپاره ټاکل شوي چې د ولس د خادم په حیث عمل وکړي، خو کله چې دا اساسي حقیقت هېر شي او چارواکي ځان بادار او ولس غلام وبولي، خدمت پر تکبر او دنده پر زور بدلېږي. په داسې ټولنه کې نه عدالت پاتې کېږي، نه اصلاح، نه پرمختګ ته لاره هوارېږي او نه ولس د آزاد او شریفو اشخاصو په څېر خپل ځان ويني.

د دولتي مامورینو د موقفونو په وړاندې خلک په مختلفو کټګوریو ویشل کېږي:
ځینې داسې وي چې ټوله هڅه یې انتقاد، اعتراض او نیوکې وي، که امیران او دولت سم کار هم کوي نو کوشش کوي چې نقد او اعتراض وکړي او خپل مخالفت ښکاره کړي، چې بدون له شکه دا یو ناروا، منفور او ناوړه عمل دی چې هیڅکله یې باوقاره او عزتمند انسان نه کوي.
ځینې بیا داسې نا اهله، جاهل، ددین او شریعت نا خبره او درباري مداحین او لاسپوڅان وي چې د دولت او امیرانو د هر کار کلک ملاتړی وي، که هغه غلط وي یا درست! د دولت او دولتي ارګانونو غلط او ناوړره کار هم درست بولي او چکچکې ورته کوي، او ظلم ته یې هم د عدل نوم ورکوي، د تملق او چاپلوسۍ په آخري حد کې عمر تېروي چې باوقاره او با شخصیته انسان یې یوه ورځ نه شي زغملی، او دا ټوله هڅه یې د یوې مړۍ په خاطر وي چې د دې چاپلوسۍ او تملق په بدل کې یوه مړۍ راپیدا کړي او خپل ځان او خپل اهل پرې وساتي، نو په همدې موخه هر منتقد تکفیروي تر څو په خپلې چوکۍ پاته شی او د خپل مشر رضایت له لاسه ورنکړي.

لږ بیا داسې پیدا کېږي چې د امیرانو او دولت، ارګانونو او مشرتابه ټول صحیح او درست تصمیمونو تر شا کلک درېږي، د هغې څخه دفاع کوي او ملاتړی یې وي، او اشتباهات او غلطو تصمیماتو باندې رد کوي، او مشران متوجه کوي چې باید غلطي اصلاح شي او مشران خپل کار ته متوجه شي.
دغه کسان اکثر په دې تورن کېږي چې ګویا متزلزل موقف لري، ثابت دریځ نه لري، تعامل او تمکین نکوی او فلان او فلان.....ځکه د دوی په وینا چې نن د یو شخص موقف تاییدوي او سبا ته یې بل ردوي، یعنې ګمان کوي چې یو ځل د یو شخص حمایت وشو باید بیا د هغه ملګرتیا وپالل شي، درست او غلط موقف یې درست وبلل شي، او د هر غلط موقف او اشتباه فرمان حمایت یې و شي، په داسې حال کې چې د واقعي مسلمان او ربانی عالم دریځ داسې نه وي، هغه باید داسې وي چې که خپل وي که پردی، د درستو موقفونو حمایت او د غلطو پالیسو قبح بیان او په مقابل کې یې دریځ ونیول شي، او دا د ایمان تقاضا هم ده چې د درستو موقفونو ملاتړ وشي او هر کله چې موقف نادرست و باید اشتباه وبلل شي او د اصلاح لپاره خپل نظر وړاندې شي.

امارت د ډېرو نقطو په اساس د جمهوریت سره د مقایسې وړ نه دی، ډېری نقطې داسې چې پکې مثبت تغیر راغلی، ولس ته اسانتیاوې رامنځ ته شوي، په عموم کې د رشوت، بډو مخه نیول شوې چې دغه نقطه یې د تایید وړ ده او باید درناوی یې وشي.
خو په مقابل کې یې داسې حالت رامنځ ته شوی چې په چوکۍ ناست مامور ځان بادار او ولس غلام ګڼي، رشوت نه شته، خو توهین ښه په قوت روان دی، فساد نه شته خو بې کفایتۍ خپل تور سیوری په اکثرو اداراتو او مامورینو غوړولی.
د اسلامي شریعت اساسي اصولو او اوسني عصر شرایطو په اساس دولت او ولس سره تړل شوي نومونه دي، دولت او دولتي کسان د ولس د خدمت لپاره ګمارل کېږي چې له یوې خوا په ځمکه د الله تعالی د قانون د پلي کېدا چوکیداران وي او له بلې خوا د ولس د خدمت او د هغوی د چارو په ښه توګه د تنظیم او اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.

په همدې موخه دولتي کسان ګمارل کېږي چې د ولس د خادمانو په توګه عمل وکړي، د هغوی کارونه په درست ډول اجراء کړي، که چېرې پکې تعلل کوي، خنډ او ځنډ رامنځ ته کوي باید ځوابګو واوسي.
متاسفانه چې له ډېر وخت راهیسې اسلامي نړۍ له داسې واکدارانو محرومه ده، هر څوک چې د هغوی د خدمت لپاره وګومارل شي، فکر کوي نوموړی بادار او ولس یې غلام دی، که یو څوک ورته د کوم کار د اجراء لپاره عارض شي، ټول غم او هم یې دا وي چې څنګه مشکلات او ستونزې را پیدا کړي او څنګه یې کار لانجمن او د زحمت ډکه لاره پیدا کړي تر څو عارض نفرت نور هم له اداراتو سره زيات شي.

دوهم دا چې اوسمهال وزارتونو ټول تمرکز په دې دی چې څنګه وکولی شي خپل عواید زيات کړي، او له ولس پیسې وباسي، دا ورته د ویاړ او لاس ته راوړنې خبره ښکاري، دا ځکه ګمان کېږي چې مشران له وزارتونو څخه غواړي چې په هره ممکنه طریقه د ولس څخه پیسې واخیستل شي، پرته له دې چې د ولس وضعیت او امکانات په نظر کې ونیول شي.
هر وزارت به جلا کیسې لري، زه یواځې د یو وزارت په اړه خبره کوم چې د عدلیه وزارت دی، زمونږ ځینې ملګري چې په داخل د افغانستان کې دي او دې وزارت سره یې مخکې سراوکار درلود، د هغوی په اصطلاح چې د خوست ولسوالي ترې جوړه ده، د چوکیدار څخه نیولې تر وزارت او ریاست پورې چې مخکینی شخص ترې لېرې شوی د خوست ولایت کسان مقرر شوي، ته به فکر کوې چې دخوست کومه ولسوالۍ ته مې تشریف وړی.

په هر صورت، هغوی به ویل چې کله به مونږ د وکالت دفاع کلنۍ تصفیه کوله نو یوه عادي ورقه چې قیمت یې خواوشا صفر اعشاریه صفر دوه افغانۍ کېږي، په سل افغانۍ تر لاسه کوله.
د خپلو قضیو چې مؤکل څخه مو پیسې اخیستې هغې کې خو به مو خامخا وزارت ته پیسې جمع کولې، د هر کال په تېرېدو سره مکلف و چې نورې درې نیم زره افغانۍ د جواز د تمدید دپاره تادیه کړو، له دې پرته مونږ مجبور او مکلف و چې هر کال له سره ټاپه جوړه کړو، په داسې حال کې چې مخکینۍ ټاپه او مهر به قابل د استفادې وو، خو په دې خاطر چې د دوی دوکان وچلېږي، مجبور او مکلف و چې له سر څخه ټاپه واخلو او د هغې د جوړولو لپاره هم هیڅوک نه و چې د دوی سره مزایده وکړي هر قیمت چې د دوی خوښه وي ورقې پلوري او ټاپې پلوري، شخص مجبور او مکلف دی چې هغه ورقې او لوازم واخلي، او که چېرې یې نه اخلي په ډېره بې رحمۍ به ورسره چلند کېږي.
یعنې هر وکیل مدافع باید له یوې خوا د قضیو په اساس دولت ته پیسې جمع کړي، له بلې خوا د جواز تجدید/ تمدید لپاره خواوشا لس زره افغانیو ته اړتيا لري چې دې وزارت ته یې جمع کړي، او هغه چې د ولایتونو څخه راځي او په ورځو ورځو د دې پروسې تعقیب کوي او کابل کې پاتې کېږي هغه جلا مصرفونه دي.
نو بس ما ته د تراب صیب هغه شعر رایاد شي، چې لیکي:
کله چې نظام کاکا، ماما او خسر خیل شي
کله چې تګلارې او هدفونه سره بیل شي
کله چې ملي او باوري سرچینې خامې شي
کله چې نیوکې په سرخېلو باندې عامې شي
کله چې انصاف له مرۍ زوړند یا بندي شي
کله چې فکري او اجتماعي خلک شخصي شي
کله چې تاجونه په سرو باندې درانه شي
کله چې فکرونه له سرونو نه واړه شي
دا ختلی لمر به تیارو ته او که سبا ته ځي
څه فکر کوئ دغه ټولنه کومې خوا ته ځي