news اخبار فوری
clock

کابل — د معادنو غیرقانوني استخراج جرم بلل شوی؛ حکومت د جدي قانوني چلند خبرداری ورکړ

کابل — د معادنو غیرقانوني استخراج جرم بلل شوی؛ حکومت د جدي قانوني چلند خبرداری ورکړ

بریانیوز:( شنبه۲۰  جدی۱۴۰۴)     کابل — د افغانستان د معادنو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې له قانوني قرارداد او رسمي جواز پرته د معادنو هر ډول استخراج ناقانونه عمل او ښکاره جرم دی. یاد وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د طبیعي شتمنیو ساتنه ملي مسوولیت دی او د دې شتمنیو خپل‌سری استخراج به نور ونه زغمل شي

دغه وزارت په یوه رسمي خبرتیا کې چې د ټولنیزې شبکې ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې خپره شوې، لیکلي چې له هغو اشخاصو او شرکتونو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د وزارت له اجازې پرته د معادنو استخراج ته دوام ورکوي

د تېر وخت غیرقانوني استخراج ثبت او تنظیم

د معادنو او پټرولیم وزارت په خبرتیا کې راغلي چې هغه معدني مواد چې په تېر وخت کې په غیرقانوني ډول استخراج شوي دي، د دې نوې پالیسۍ د عملي کېدو وروسته به د شپږو میاشتو په موده کې ثبت شي. د وزارت په وینا، د دغو موادو لپاره به د امتیاز حق د منځني کچې دوه برابره محاسبه شي.

په خبرتیا کې همداراز ویل شوي چې د اړوندو ولایتونو د قراردادي شرکتونو د امتیاز حقونه به د معدني موادو د فرآورۍ او صادراتو له پالیسۍ سره سم ارزول کېږي، او له دې وروسته به یوازې هغو ته د انتقال او صادراتو اجازه ورکړل شي چې قانوني شرایط پوره کړي

د ملي شتمنیو د ساتنې هڅه

چارواکي وايي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د هېواد طبیعي سرچینې د ناقانونه استفادې، فساد او ضایع کېدو څخه وساتل شي، او د معادنو له عوایدو څخه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي

اقتصادي شنونکي باور لري چې که دا پالیسي په رښتینې توګه عملي شي، نه یوازې به د غیرقانوني استخراج مخه ونیول شي، بلکې د معادنو سکتور به منظم، شفاف او د پانګونې لپاره باوري شي

د معادنو او پټرولیم وزارت وروستۍ پرېکړه ښيي چې حکومت غواړي د افغانستان د طبیعي شتمنیو پر مدیریت بشپړ کنټرول ولري. د غیرقانوني استخراج جرم بلل او د سخت چلند خبرداری، د دې پیغام لېږد دی چې د هېواد ملي سرچینې نور د خپل‌سري او ناقانونه استفادې لپاره نه پرېښودل کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto