ننګرهار – افغانستان د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د خپلوي ګومارنو تورونه؛ ۳۳ خپلوان او د یوې ولسوالۍ کسان په ادارو کې مقرر شوي
بریانیوز:( دو شنبه۲۲ جدی۱۴۰۴) باوري سرچینو ادعا کړې، چې د طالبانو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس د واک له ترلاسه کولو وروسته په اړوندو روغتیايي ادارو کې پراخې خپلوي ګومارنې کړي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي لږ تر لږه ۳۳ خپلوان او د خپلې ولسوالۍ ګڼ کسان په بېلابېلو دولتي بستونو کې پر دندو ګومارلي دي
سرچینې وایي، چې دا کسان د شفافې پروسې، ازادې سیالۍ او مسلکي وړتیاوو له پامه غورځولو سره پر مهمو اداري او تخنیکي دندو ګمارل شوي، هغه څه چې د روغتیايي سیستم پر موثریت او د عامو خلکو پر باور جدي منفي اغېز کړی دی
د راپورونو له مخې، ډېری دغه ګومارل شوي کسان نه لازمې مسلکي تجربې لري او نه هم د روغتیايي سکتور اړوند زدهکړې، خو یوازې د خپلوي، قومي او سیمه ییزو اړیکو له مخې ورته دندې سپارل شوې دي. دا وضعیت د روغتیايي خدمتونو کیفیت ته زیان رسولی او د ناروغانو لپاره یې ستونزې زیاتې کړې دي
یو شمېر د روغتیا سکتور کارکوونکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وایي چې دا ډول چلند د اداري فساد ښکاره بېلګه ده او د هغو ژمنو خلاف عمل دی چې طالبانو د عدالت، شفافیت او د اهل کسانو د ګومارنې په اړه کړې وې
په ورته وخت کې، د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم د دې راپورونو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې روغتیايي ادارې باید د سیاسي او شخصي نفوذ څخه پاکې وي، ځکه چې د خلکو ژوند ورسره تړلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې دا ادعاوې باید په جدي ډول وڅېړل شي او مسوول کسان حساب ورکړي
تر اوسه د طالبانو د روغتیا وزارت او د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په رسمي ډول د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو څارونکي باور لري که دا ډول کړنې دوام ومومي، د عامه خدمتونو پر وړاندې به د خلکو بې باوري لا زیاته شي او د ادارو مشروعیت به نور هم زیانمن شي