د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،سیدعباس عراقچي ایران بریتانیا د خپل سفارت د امنیت په اړه سختې پایلو ته متوجه کړه
بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،سیدعباس عراقچي، د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه مهم ټلیفوني تماس کې د لندن پر قانوني او نړیوالمسوولیت ټینګار کړی چې په بریتانیا کې د ایران د سفارت او قونسلګریو بشپړ امنیت او خوندیتوب تأمین کړي
عراقچي د دوشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۱۲مه، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ویانا د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون له مخې، کوربه هېوادونه مکلف دي چې د بهرنیو ډیپلوماتیکو مأموریتونو، ودانیو، اسنادو او کارکوونکو ساتنه وکړي. هغه زیاته کړې چې دا مسوولیت نه یوازې یو اخلاقي تعهد، بلکې یو واضح حقوقي الزام دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که بریتانیا د دې مکلفیت په عملي کولو کې پاتې راشي او د ایران د ډیپلوماتانو امنیت له ګواښ سره مخ پاتې شي، نو تهران به اړ شي چې د خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو د تخلیې په اړه جدي او بېسارې پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، د خپلو مامورینو خوندیتوب د ایران لپاره سره کرښه ده او هېڅ ډول خطر به ونه زغمي
عراقچي همدارنګه بریتانیا ته په ډاګه ویلي چې باید د ایران په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو پابندي وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي فشارونه، تبلیغاتي دریځونه او غیرمسوولانه څرګندونې کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ترینګلې کړي او د ډیپلوماتیکو لارو د تړل کېدو سبب شي
دا څرګندونې په داسې حساسو شرایطو کې مطرح کېږي چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول بریتانیا، ترمنځ اړیکې د بېباورۍ، سیاسي اختلافاتو او متقابلو تورونو له امله له سخت ازمېښت سره مخ دي. په وروستیو میاشتو کې په اروپایي هېوادونو کې د ایراني ډیپلوماتیکو مرکزونو پر وړاندې ګواښونه، لاریونونه او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي
سیاسي شنونکي باور لري چې د ایران له لوري د احتمالي تخلیې خبرداری یوازې یو عادي دیپلوماتیک دریځ نه دی، بلکې لندن ته یو جدي پیغام دی چې تهران به د خپلو ملي ګټو او د خپلو استازو د امنیت په اړه هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي. د دوی په اند، دا دریځ ښيي چې ایران هڅه کوي د نړیوالو قوانینو له لارې پر بریتانیا فشار زیات کړي
تر دې مهاله د بریتانیا حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی، خو تمه کېږي چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکو دیپلوماتیکو تماسونو کې مهمه اجنډا وګرځي.\