news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسعد آباد : د کونړ په اسعد آباد کې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د امنیتي کړکېچ له امله د خلکو پراخ کډوالي

اسعد آباد : د کونړ په اسعد آباد کې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د امنیتي کړکېچ له امله د خلکو پراخ کډوالي

اسعد آباد : د کونړ په اسعد آباد کې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د امنیتي کړکېچ له امله د خلکو پراخ کډوالي

بریانیوز:(سه شنبه،۱۱ حمل۱۴۰۵)

 د افغانستان د کونړ ولایت له مرکز اسعد آباد څخه سلګونه کورنۍ د ناڅاپي او نامعلوم وضعیت له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي او پر بېلابېلو لارو یې د خوندي ځایونو په لور حرکت کړی دی

په دغو بې‌ځایه شویو کورنیو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي، چې د سختو شرایطو او د شتمنیو د پرېښودو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. عیني شاهدان وایي چې د خلکو وتل په توره شپه کې پیل شوي او د وېرې او اضطراب فضا حاکمه وه

ځایي اوسېدونکي وایي چې د دې بې‌سارې کډوالۍ اصلي لامل د پاکستان له لوري د سرحدي بریدونو شدت بلل کېږي. د دوی په وینا، د وروستیو بریدونو له امله په سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شوی او خلک اړ شوي چې د خوندي سیمو په لټه کې له خپلو مېنو ووځي

همدارنګه راپورونه وایي چې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي. روغتیايي سرچینې وایي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي

یو شمېر کونړ مېشتو له ګاونډي ولایت ننګرهار خلکو او چارواکو غوښتنه کړې چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د لنډمهالې مېشتېدو او خوراکي مرستو لپاره لاسنیوی وکړي، څو دا کورنۍ له سخت بشري وضعیت سره مخ نه شي

په سیمه کې د وضعیت د کنټرول لپاره امنیتي هڅې روانې دي، خو د خلکو د وېرې او بې‌باورۍ فضا لا هم پر ځای پاتې ده

سیاسي او بشري چارو شنونکي وایي چې د سرحدي تاوتریخوالي زیاتوالی نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې د ملکي خلکو ژوند هم له جدي خطر سره مخ کوي. دوی ټینګار کوي چې د داسې کړکېچونو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ او دوامدارو خبرو اترو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto