news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د عامې روغتیا وزارت کې د پراخ فساد ادعاوې؛ د وزیر زوی هم په تورونو کې یاد شوی

د عامې روغتیا وزارت کې د پراخ فساد ادعاوې؛ د وزیر زوی هم په تورونو کې یاد شوی

راپورونه ښيي چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي د فساد په قضیه کې نیول شوي او د وزیر زوی هم په رشوت اخیستو تورن دی. ویل کېږي چې د درملو شرکتونو ته د پیسو په بدل کې د بې‌کیفیته درملو د تولید او د بیو د نه کنټرول اجازه ورکړل شوې، چې د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ بلل کېږي.

بریا نیوز( چهارشنبه، ١٩ حمل ١٤٠٥)

په دې وروستیو کې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت کې د پراخ اداري فساد په اړه جدي راپورونه خپاره شوي دي، چې د دې وزارت فعالیتونه او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي. د راپورونو له مخې، د دې وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي په فساد کې ښکېل بلل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو مدیر عبدالصمد بشري او حقوقي مشاور عمران سادات له تېرو دوو میاشتو راهیسې په زندان کې دي. همدارنګه، د معالجوي طب رئیس وحدت الکوزي، د دفتر رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او د بشري منابعو رئیس عرفان‌الله کریمي د ضمانت په بدل کې خوشې شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د دې وزارت د وزیر نور جلال جلالي زوی هم په دې قضیه کې ښکېل بلل کېږي، چې ګواکې له درملو له شرکتونو څخه یې شاوخوا ۶۰ زره امریکايي ډالر او یو شمېر موټرونه د رشوت په توګه ترلاسه کړي دي. ویل کېږي چې د دې قضیې له افشا کېدو وروسته نوموړی نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ادارې د وزیر پر کور چاپه هم وهلې ده، څو د هغه زوی او نور نږدې کسان چې په دې قضیه کې ښکېل بلل کېږي، ونیسي.

سربېره پر دې، راپورونه څرګندوي چې ځینو درمل جوړونکو شرکتونو ته د رشوت په بدل کې دا اجازه ورکول کېده چې بې‌کیفیته درمل تولید کړي او بازار ته یې وړاندې کړي. همدارنګه ویل کېږي چې د درملو پر بیو لازم کنټرول نه کېده او ځینې شرکتونه په خپل سر لوړ قیمتونه ټاکل، چې دا کار د عامو خلکو لپاره د درملو ترلاسه کول لا ستونزمن کړي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول فساد نه یوازې اداري ستونزه ده، بلکې د خلکو د روغتیا لپاره جدي ګواښ هم بلل کېږي، ځکه بې‌کیفیته درمل کولای شي د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کړي. د راپورونو له مخې، د دې وضعیت دوام کولی شي د عامې روغتیا پر سیستم د خلکو باور نور هم کمزوری کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto