کابل — د ډیورنډ کرښې په اوږدو نښتو کې لوی بېځایه کېدل؛ لسګونه زره کورنۍ له سخت بشري ناورین سره مخ
کابل —د ډیورنډ کرښې په اوږدو نښتو کې لوی بېځایه کېدل؛ لسګونه زره کورنۍ له سخت بشري ناورین سره مخ
بریا نیوز( چهارشنبه، ١٩ حمل ١٤٠٥)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو او ناامنیو له امله نږدې ۹۴ زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي
دغه اداره زیاتوي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له یو لک څخه زیات کسان له فبرورۍ میاشتې راهیسې د مرستو له رسېدو بېبرخې پاتې دي. د راپور له مخې، دا وضعیت د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی او د خوړو، درملو او سرپناه په برخه کې یې جدي ستونزې رامنځته کړې دي
د ملګرو ملتونو په وینا، د نښتو دوام او د مرستو بندېدل د دې لامل شوي چې د بېځایه شویو کورنیو شمېر لا زیات شي او د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې خراب شي
بشري ادارې خبرداری ورکوي چې که ژر تر ژره تاوتریخوالی و نه درېږي او د مرستو لاره خلاصه نه شي، نو شته بحران به لا پراخ شي او زرګونه نورې کورنۍ به هم اغېزمنې شي
په ټوله کې، نړیوالې ادارې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي څو د خلکو ژوند وژغورل شي او د سیمې د بشري ناورین د لا زیاتېدو مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1560
-
اخبار افغانستان
569
-
مقاله
221
-
سیاست
32
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl