د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر سر تود بحث: د ایران پر ځای د ایټالیا د ګډون وړاندیز سیاسي او ورزشي غبرګونونه راپاروي
د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر سر تود بحث: د ایران پر ځای د ایټالیا د ګډون وړاندیز سیاسي او ورزشي غبرګونونه راپاروي
بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)
د متحده ایالات امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي داسې وړاندیز مطرح کړی چې له مخې یې د د ایټالیا ملي فوټبال لوبډله دې د ایران پر ځای د د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې برخه واخلي، هغه موضوع چې له خپرېدو سره سم یې پراخ بحثونه راپارولي دي
د راپور له مخې، دا وړاندیز د دانلد ترمپ او د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا ملوني ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیاسي نږدېوالي په چوکاټ کې وړاندې شوی دی
ویل کېږي چې واشنګټن هڅه کوي له اروپايي متحدینو سره خپلې اړیکې لا ټینګې کړي، او دا ډول وړاندیزونه د همدې پراخو سیاسي موخو برخه بلل کېږي
د امریکا ځانګړي استازي پائولو زامپولي ویلي چې نوموړي دا موضوع له ترمپ او همدارنګه د فیفا له مشرتابه سره شریکه کړې ده
هغه استدلال کړی چې ایټالیا د نړیوال جام له تاریخي پلوه یو له بریالیو لوبډلو څخه ده، او ګډون یې کولای شي د سیالیو کیفیت او جذابیت لوړ کړي
خو بل لور ته، شنونکي ټینګار کوي چې د نړیوال جام ګډون د سیاسي پرېکړو پر بنسټ نه، بلکې د ورزشي اصولو او د غوراوي سیسټم له مخې ټاکل کېږي
د دوی په باور، که داسې وړاندیزونه عملي بڼه خپله کړي، نو دا به د نړیوالو ورزشي بنسټونو د خپلواکۍ او عدالت پر اصولو جدي پوښتنې راپورته کړي
تر اوسه پورې نه د سپینه ماڼۍ، نه فیفا، او نه هم د ایټالیا او ایران د فوټبال فدراسیونونو په رسمي ډول په دې اړه غبرګون ښودلی، چې دا چاره لا هم د اټکلونو او بحثونو فضا توده ساتلې ده
د سپورټي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې دا ډول وړاندیزونه، که څه هم ښايي سیاسي انګېزې ولري، خو عملي کېدل یې ډېر ستونزمن ښکاري، ځکه چې نړیوال جام د سختو غوراوي سیالیو، مقرراتو او شفافو میکانیزمونو له لارې تنظیمېږي
د هغوی په وینا، د سپورټ سیاست کولای شي د لوبو پر روحیه منفي اغېز وکړي او د نړیوالو سیالیو پر اعتبار سیوری وغورځوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?