news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یوناما: د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو زده کړه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي اړتیا ده

یوناما: د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو زده کړه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي اړتیا ده

یوناما: د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو زده کړه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي اړتیا ده

بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

 د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په افغانستان (یوناما) له خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې زده کړه د یو باثباته راتلونکي، دوامدار کارموندنې او نوښت لپاره بنسټیز ارزښت لري

یوناما په خپلې اعلامیه کې د افغانستان د نجونو پر وړاندې د تعلیمي محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې له تېرو څه باندې څلورو نیمو کلونو راهیسې، د افغان نجونو یو بشپړ نسل لا هم له زده کړو بې‌برخې پاتې دی. دغه بنسټ دا وضعیت د هېواد د پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ بللی او ویلي یې دي چې د ټولنې نیمایي برخه له زده کړو محرومول د ملي ودې او سوکالۍ لپاره ناوړه پایلې لري

په اعلامیه کې راغلي، چې د نجونو زده کړه نه یوازې د هغوی فردي حق دی، بلکې د ټولنې د پیاوړتیا، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره هم حیاتي ارزښت لري. یوناما زیاته کړې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په عصر کې د نجونو ګډون کولی شي افغانستان د نوښت، پرمختګ او نړیوالو سیالیو په ډګر کې پیاوړی کړي

یاد بنسټ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د نجونو پر زده کړو لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي او ټولو نجونو ته د زده کړې برابر فرصتونه برابر کړي، څو هېواد وکولای شي یو روښانه او باثباته راتلونکی تضمین کړي

کارپوهان هم په دې باور دي چې که د نجونو پر وړاندې تعلیمي دروازې پرانیستل شي، نو دا به د افغانستان په ټولنیز، اقتصادي او علمي ډګرونو کې د پام وړ بدلونونه راولي او هېواد به د پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto