news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په نایب‌آباد کې د رېل پټلۍ نوې فرعي کرښه بشپړه شوه؛ د سیمه‌ ییز ترانزیت لپاره مهم ګام

په نایب‌آباد کې د رېل پټلۍ نوې فرعي کرښه بشپړه شوه؛ د سیمه‌ ییز ترانزیت لپاره مهم ګام

په نایب‌آباد کې د رېل پټلۍ نوې فرعي کرښه بشپړه شوه؛ د سیمه‌ ییز ترانزیت لپاره مهم ګام

بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

د اوزبیکستان رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په نایب‌آباد د اورګاډي تمځي کې د رېل پټلۍ یوه نوې فرعي کرښه، چې شاوخوا یو زره متره اوږدوالی لري، په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده

د دغو راپورونو له مخې، چې د د اوزبیکستان د رېل پټلۍ اداره له قوله خپاره شوي، دا نوې کرښه به د بارونو د پورته کولو او ښکته کولو بهیر چټک کړي، د تمځای دننه ازدحام راکم کړي او د اورګاډو د تګ راتګ پر مهال د ځنډونو مخه ونیسي

کارپوهان وایي، چې دا پروژه نه یوازې د لوژستیکي اسانتیاوو د ښه‌والي لامل کېږي، بلکې د سوداګریزو لارو د اغېزمنتیا په لوړولو کې هم مهم رول لري. د دوی په اند، د ورته بنسټیزو پروژو پراختیا کولی شي افغانستان د سیمه‌ ییزو سوداګریزو شبکو په مرکز بدل کړي

په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، چې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حیثیت لري، د دې لامل ګرځي چې د نایب‌آباد تمځای په راتلونکې کې د سیمې له مهمو ترانزیتي مرکزونو څخه وګرځي

شنونکي باور لري، که د رېل پټلۍ دا ډول پروژې دوام ومومي، نو افغانستان به وکولای شي د سیمې د ترانزیت، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې خپل ستراتیژیک اهمیت لا پیاوړی کړي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto