news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوي

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوي

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوي

بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې نښتې لا هم دوام لري او دغه وضعیت د ملکي وګړو لپاره درنې انساني او اقتصادي پایلې لرلې دي

اوچا ویلي، چې دغو نښتو د خلکو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ ملکي بنسټونه زیانمن کړي او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو رسونه هم له جدي خنډونو سره مخ شوې ده. د راپور له مخې، د جګړو دوام د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کړی او د بېړنیو مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د خوست، کنر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې له ۹۴ زرو څخه زیات کسان د دغو نښتو له امله بې‌ځایه شوي دي. ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي

اوچا ټینګار کړی، چې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره بېړني او همغږي اقدامات ضروري دي. دغه بنسټ له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې د نړیوالو بشري اصولو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او بشري مرستندویو ادارو ته خوندي لاسرسی برابر کړي

کارپوهان وایي، که روان وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د سیمې بشري کړکېچ به لا ژور شي او زرګونه نورې کورنۍ به د بې‌ځایه کېدو او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto