د قطر مېشتو افغانانو د بې برخلیکۍ اندېښنه: کانګو ته د لېږد پر وړاندې اعتراض او د امریکا له ژمنو د درناوي غوښتنه
د قطر مېشتو افغانانو د بې برخلیکۍ اندېښنه: کانګو ته د لېږد پر وړاندې اعتراض او د امریکا له ژمنو د درناوي غوښتنه
بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)
په قطر کې مېشت هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونونو وروسته د متحده ایالات امریکا له لوري هلته انتقال شوي وو، په یوه ګډ لیک کې د خپل راتلونکي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده
دغه لیک چې د افغان کډوالو د ملاتړ یو سازمان له لوري خپور شوی، ښيي چې لیکوالان د دې پرېکړې مخالفت کوي چې دوی دې د افریقایي هېواد کانګو ته ولېږدول شي. دوی ټینګار کړی چې کانګو د خپل داخلي امنیتي او جګړهییزو ستونزو له امله د استوګنې لپاره خوندي انتخاب نه ګڼي
په لیک کې دا هم ویل شوي چې دغه کسان افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره هم چمتو نه دي او له امریکایي چارواکو یې غوښتي چې پر خپلو مخکېنیو ژمنو وفا وکړي او د دوی د بیا مېشتېدو بهیر په امریکا کې بشپړ کړي
دا موضوع وروسته له هغې لا ډېره مطرح شوه چې د ډانلډ ټرمپ په تازه پرېکړه کې ویل شوي چې په قطر کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال دې یا خو کانګو ته د لېږد انتخاب وکړي او یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي
دغه پرېکړه د بشري حقونو د بنسټونو او کډوالو د ملاتړ ډلو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي، ځکه هغوی وایي چې د کډوالو د جبري انتخاب محدودول کولای شي د نړیوالو بشري اصولو له روحیې سره په ټکر کې وي
کارپوهان وایي چې دا ډول وضعیت د هغو افغانانو لپاره چې لا هم د سیاسي بدلونونو وروسته د بې برخلیکۍ سره مخ دي، د رواني او ټولنیزو فشارونو لامل ګرځي. د هغوی په وینا، د کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر باید د امنیت، انساني کرامت او نړیوالو ژمنو پر بنسټ تنظیم شي، نه د سیاسي فشارونو له مخې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?