news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عراقچي امریکا ته خبرداری ورکړ؛ د ایران پر ضد جګړه به د امریکا اقتصاد له سخت بحران سره مخ کړي

عراقچي امریکا ته خبرداری ورکړ؛ د ایران پر ضد جګړه به د امریکا اقتصاد له سخت بحران سره مخ کړي

عراقچي امریکا ته خبرداری ورکړ؛ د ایران پر ضد جګړه به د امریکا اقتصاد له سخت بحران سره مخ کړي

بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، امریکا ته د احتمالي جګړې د درنو اقتصادي پایلو په اړه سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې واشنګټن باید د «اختیاري جګړې» درانه لګښتونه پر خپلو اوږو یوسي

عراقچي ویلي، که د ایران پر ضد جګړه پراخه شي، نو یوازې به د سیمې امنیت نه ګډوډېږي، بلکې د امریکا اقتصاد به هم له سختو فشارونو سره مخامخ شي. د هغه په وینا، د تېلو د بیو لوړوالی، د ونډو بازارونو بې‌ثباتي او د مالي نظام کمزوري کېدل هغه خطرونه دي چې امریکا ته به درانه زیانونه ورسوي

هغه زیاته کړې چې د پورونو او د کورونو د ګروي سودونو زیاتوالی به د امریکايي کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د موټر پورونو نه‌ورکول اوس د تېرو څه باندې دېرشو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او دا د امریکا د اقتصادي وضعیت د خرابېدو ښکاره نښه ده

عراقچي ویلي، دا ټول وضعیت د مخنیوي وړ و او که سیاسي مشران د جګړې پر ځای د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره خپله کړي وای، نړۍ به د داسې خطرناک اقتصادي او امنیتي بحران پر لور نه تلله

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي چارواکو، اقتصادپوهانو او شنونکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې هره نوې جګړه به د امریکا پر مالي نظام، نړیوالو بازارونو او د خلکو پر ورځني ژوند ژور منفي اغېز وکړي. شنونکي باور لري چې د منځني ختیځ هر ډول پراخ کړکېچ کولای شي نړیوال اقتصاد له بې‌ثباتۍ، د انرژۍ له بحران او د پانګوالو له وېرې سره مخ کړي

په همدې حال کې نړیوال بازارونه د سیمې د روان وضعیت بدلونونو ته په بې‌صبرۍ ګوري، ځکه د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول پوځي ترینګلتیا نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي زلزله هم رامنځته کولای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto