د طالبانو استازو ته د بروکسل بلنه جنجالونه راپارولي؛ اروپايي سیاستوال او د بشري حقونو ډلې اندېښمنې دي
د طالبانو استازو ته د بروکسل بلنه جنجالونه راپارولي؛ اروپايي سیاستوال او د بشري حقونو ډلې اندېښمنې دي
بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)
وروسته له هغې چې اروپايي ټولنې تایید کړه د طالبانو استازي یې په بروکسل کې یوې غونډې ته وربللي، په اروپا کې یو شمېر د بشري حقونو بنسټونو او کیڼ اړخو سیاسي ډلو د دې اقدام په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي
د یورونیوز د راپور له مخې، دغو ډلو خبرداری ورکړی چې د اروپايي کمیسیون دا نوښت ښایي په عملي ډول د طالبانو د واکمنۍ «غیرمستقیم رسمیت پېژندنې» ته لاره هواره کړي. د دوی په باور، دا ډول اړیکې به د افغانستان د بشري حقونو، ښځو ازادیو او سیاسي وضعیت په اړه د اروپا پخواني دریځ تر پوښتنې لاندې راولي
راپور زیاتوي چې د اروپا پارلمان دننه سوسیال دموکراتو ګوندونو او نورو کیڼ اړخو ډلو هم د اروپايي کمیسیون پر دې پرېکړه نیوکه کړې ده. هغوی ویلي، اروپايي ټولنه باید د افغانستان له اوسني وضعیت سره په چلند کې د بشري حقونو اصول او سیاسي ارزښتونه له پامه ونه غورځوي
بل لور ته، ځینې اروپايي چارواکي استدلال کوي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې د افغانستان د بشري وضعیت، کډوالو ستونزو او سیمهییز امنیت لپاره ضروري دي. د دوی په وینا، ډیپلوماټیک تماسونه تل د رسمیت پېژندنې معنا نه لري، بلکې کله ناکله د عملي ستونزو د حل لپاره اړین ګڼل کېږي
سیاسي شنونکي باور لري چې د طالبانو له استازو سره د اروپا هر ډول رسمي تعامل به د نړیوال سیاست په ډګر کې پراخ بحثونه راوپاروي. د دوی په اند، اروپايي ټولنه هڅه کوي د افغانستان له روان بحران سره د تعامل یوه منځنۍ لاره خپله کړي، خو دا چاره له سختو سیاسي او حقوقي نیوکو سره هم مخ ده
په همدې حال کې د افغانستان د وضعیت په اړه نړیوال اختلافات لا هم دوام لري او ګڼ هېوادونه د تعامل، فشار او رسمیت پېژندنې ترمنځ د مناسب دریځ د ټاکلو هڅه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?