د تورخم دروازې د بیا پرانیستو لپاره په لنډي کوتل کې پراخه ولسي او سیاسي ناسته وشوه
بریا نیوز (دوشنبه ،۲۸ثور ۱۴۰۵)
د خیبرپښتونخوا د لنډي کوتل په سیمه کې یو ځل بیا د تورخم دروازې د ژر تر ژره پرانیستو په موخه د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو، سوداګرو او ولسي استازو ګډه او پراخه ناسته ترسره شوې ده. په دې غونډه کې ګډونوالو د تورخم لارې اوږدمهاله تړل کېدل د سیمې د خلکو لپاره ستر اقتصادي او بشري زیان وباله او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې دغه مهمه سوداګریزه او ترانزیټي لاره دې بې له ځنډه بېرته پرانیزي
د غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د تورخم دروازې تړل کېدو نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي، بلکې زرګونه مزدوران، موټر چلوونکي، سوداګر او عام مسافر یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د ګډونوالو په وینا، د پولې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ د همدې لارې له برکته خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي، خو د دروازې د تړل کېدو له امله د خلکو اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي
قومي مشرانو او ولسي استازو ټینګار وکړ چې د تورخم لاره یوازې یوه پوله نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ولسي اړیکو او اقتصادي ثبات مهمه دروازه بلل کېږي. هغوی زیاته کړه چې د روان وضعیت دوام کولی شي د سیمې پر امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو ناوړه اغېزې وکړي
په ناسته کې پرېکړه شوې چې د تورخم پولې ته نږدې سیمو اوسېدونکي به راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا جرګه راوبولي، څو د راتلونکو ګامونو، ولسي فشار او احتمالي تګلارو په اړه ګډه پرېکړه وکړي. د جرګې ګډونوالو خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، نو پراخ ولسي غبرګونونه به رامنځته شي
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو له امله د تورخم دروازه او ځینې نورې پولې له تېرو څه باندې اتو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې پاتې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګرو او ولسونو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?