د جګړې او روغې ترمنځ حساس پړاو؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د نوې جوړجاړي هیلې
بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د اتومي وسلې له جوړولو تېر شي، واشنګټن چمتو دی چې له تهران سره نوې هوکړې ته ورسېږي
نوموړي څرګنده کړې چې پر ایران د احتمالي برید پرېکړه یې د عربي هېوادونو په غوښتنه تر دریو ورځو ځنډولې ده، څو د روغې او خبرو اترو لپاره نور فرصت هم برابر شي
بل لور ته قطر د پاکستان په مشرۍ د سولهییز منځګړیتوب ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې د سیمې ارامي او ثبات یوازې د تفاهم او سیاسي جوړجاړي له لارې خوندي کېدای شي. د قطر چارواکو ویلي، د اوسني ترینګلي حالت دوام به د سیمې پر اقتصاد، سوداګرۍ او ولسونو ژور اغېز وکړي
په همدې ترڅ کې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ راتګ نوي بندیزونه لګولي دي. هرمز تنګی چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره ګڼل کېږي، اوس د نړیوالو اندېښنو په مرکز بدل شوی دی
شنونکي وایي، که وضعیت نور هم تود شي، ښايي د انرژۍ نړیوال بازارونه له سختو ټکانونو سره مخ شي
سیاسي څارونکي باور لري چې د جګړې سیوري لا هم پر سیمه خپاره دي، خو د منځګړیتوب روانې هڅې ښایي د یوې نوې سیاسي هوکړې لپاره لاره هواره کړي. نړۍ اوس د تهران، واشنګټن او د سیمې د نورو هېوادونو راتلونکو ګامونو ته په بېصبرۍ سترګې په لار ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
733
-
مقاله
312
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl