news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان د ایران جګړې پر مهال سعودي عربستان ته زرګونه پوځیان او جنګي الوتکې استولي

پاکستان د ایران جګړې پر مهال سعودي عربستان ته زرګونه پوځیان او جنګي الوتکې استولي

پاکستان د ایران جګړې پر مهال سعودي عربستان ته زرګونه پوځیان او جنګي الوتکې استولي

بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)  

د منځني ختیځ د ترینګلو حالاتو له سختېدو سره هم مهاله، راپورونه وایي چې پاکستان د ریاض او اسلام‌اباد ترمنځ د دفاعي تړون له مخې سعودي عربستان ته شاوخوا اته زره پوځیان، شپاړس جنګي الوتکې او پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم لېږلی دی

دا ګام په داسې حساس وخت کې اخیستل شوی چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ لمن ورځ تر بلې پراخېږي او سیمه د نوې ناامنۍ له ګواښ سره مخ ده

پوځي سرچینې وایي، د پاکستان له لوري د دغو ځواکونو استول د سعودي عربستان د امنیت د پیاوړتیا او د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي. ویل کېږي چې د پاکستان ځانګړي ځواکونه او هوايي پرسونل د سعودي په مهمو پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي او د هوايي دفاعي شبکو د فعال ساتلو چارې هم پر مخ وړي

بلخوا اسلام‌اباد هڅه کوي چې د جګړې د اور د پراخېدو مخه ونیسي. د سیاسي شنونکو په باور، پاکستان اوس د واشنګټن او تهران ترمنځ د مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د نرمولو لپاره پټې او ښکاره هڅې کوي

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو پوځي مرستو بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د سیمې ګڼو رسنیو د دغو تحرکاتو راپورونه ورکړي دي. څارونکي وایي، که روان کړکېچ لا پسې پراخ شي، نو د سیمې د امنیت، اقتصاد او انرژۍ بازارونو لپاره به سترې پایلې ولري

سیاسي کارپوهان باور لري چې پاکستان له یوې خوا غواړي له خپل مهم ستراتیژیک متحد سعودي عربستان سره دفاعي اړیکې ټینګې وساتي، او له بلې خوا هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ لاره ژوندۍ وساتي

د سیمې خلکو هم د روان وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او وایي، هر ډول پراخه جګړه به نه یوازې منځنی ختیځ، بلکې ټوله اسلامي نړۍ له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto