د افغانستان وضعیت د سیمې د امنیت لپاره مهم بلل شوی
بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)
د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي تالاتبیک مسادیکوف په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان له سرمنشي فریدون سینیرلياوغلو سره کتلي او د افغانستان د وضعیت د اغېزو پر دوامداره څار یې ټینګار کړی دی
دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمې د سولې، ثبات او امنیت په تړاو د افغانستان روان حالت مهم بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان بدلونونه د منځنۍ اسیا او شاوخوا هېوادونو پر امنیتي وضعیت مستقیم اغېز لري. د غونډې ګډونوالو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر پراخولو هم خبرې کړې دي
تالاتبیک مسادیکوف ویلي، د ټولیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا تر چتر لاندې د افغانستان اړوند کاري ډله خپلې ارزونې او سلا مشورې دوامداره پر مخ وړي، څو د سیمې د احتمالي ګواښونو او امنیتي ننګونو مخه ونیول شي
په دې کتنه کې د نړۍوالې سولې او امنیت پر روانو بدلونونو هم خبرې شوې دي. دواړو خواوو ټینګار کړی چې سیمهییز او نړیوال سازمانونه باید د ګډو امنیتي ننګونو د حل لپاره خپلې اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې کړي
سیاسي شنونکي باور لري چې د افغانستان وضعیت لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره د پام وړ موضوع ده او نړیوال سازمانونه هڅه کوي د امنیتي او سیاسي بدلونونو اغېزې له نږدې وڅاري، څو د احتمالي بحرانونو د پراخېدو مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
733
-
مقاله
312
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl